د کافر دم کول جايز دي ؟

اسلأم علیکم و رحمهّ الله و برکاته!درنو عالمانو دلته په اروپا کی یو مسلمان سړی دی چه هغه په کافر او مسلمان دمونه وایی آیا د اسلأم له نظره په یوه کافر یا مشرک د قرآن آیاتونه چف کول جواز لری او کنه؟ ستاسی د پوره معلوماتو په هیله موفق اوس

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په بخاري ( 2276 ) او مسلم ( 2201) کې روايت نقل شوی دی چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم يو سريه (فوځي کندک) ليږلی وو چې په هغه کې أبو سعيد رضی الله عنه هم وو ، هغه په يو مشرک باندې شرعي رقيه لوستلي وو يعنې دم کړی يې وو ، او کله يې چې دغه قصه نبی صلی الله عليه وسلم ته بيان کړه هغه تبسم وکړ .

چې دغه دليل په اقراري سنتو پورې اړه لري ، د جناب رضايت ، سکوت او عدم انکار په جايزوالی دلالت کوي .

وفي الموسوعة الفقهية : – لا خِلافَ بَيْنَ الْفُقَهَاءِ فِي جَوَازِ رُقْيَةِ الْمُسْلِمِ لِلْكَافِرِ . وَاسْتَدَلُّوا بِحَدِيثِ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه الَّذِي سَبَقَ ذِكْرُهُ وَوَجْهُ الاسْتِدْلالِ أَنَّ الْحَيَّ – الَّذِي نَزَلُوا عَلَيْهِمْ فَاسْتَضَافُوهُمْ فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمْ – كَانُوا كُفَّارًا ، وَلَمْ يُنْكِرْ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ذَلِكَ عَلَيْهِ . والله تعالى أعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً