د خپلې ښځې د ورېرې سره نکاح جايز ده ؟

سلامونه خدای دوکړی چی جوړ روغ اود صحت په جامو باندی پټ واوسی
خدای دوکړی چی مزاحم دوخت مو نشم زمونږ له دوستانوڅخه یو چا پوښتنه وکړه چی د خپله ښځی له وریره سره واده کول حرام دی اوکه
مننه ستاسی دځواب په هیله

سيد اختر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلامې شريعت د ځنو رشتو په وجه په يوه وخت کې د دوو ښځو نکاح د يو کس سره حرامه ګرځولې ده ، ځکه چې د صله رحمۍ د کت کولو سبب کيږي ، لکه د يو کس په نکاح کې دوې خويندې يعنې که ښځه ژوندی وي نو د خپلې خينې سره نکاح کول حرام دي لقوله سبحانه و تعالی :

[وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ] (سوره النسآء ۲۳ ) .

ژباړه : (دا هم حرام دي )  چې تاسې دوې خوندې يو ځای په نکاح کې جمع کړﺉ  .

همدارنګه د ميرمنې ژوندون په حالت کې د هغې له عمه او خاله سره نکاح کول حرام دي .

«نهى النبي صلّى الله عليه وسلم أن تنكح المرأة على عمتها أو خالتها»

د قرانکريم او نبوي احاديثو په رڼا کې فقهاؤ ددې د پاره يوه خاصه قاعده مقرر کړی ده چې :

جاء في فقه الاسلامي ادلته :

قاعدة الجمع بين المحارم: استنبط الفقهاء من النصين: القرآني والنبوي قاعدة لتحريم الجمع بين المحارم هي: «يحرم الجمع بين امرأتين لو كانت إحداهما رجلاً ، لا يجوز له نكاح الأخرى من الجانبين جميعاً» أو «يحرم الجمع بين كل امرأتين أيتهما قدِّرت ذكراً، حرمت عليه الأخرى» (البدائع: 262/2، الدر المختار: 391/2، مغني المحتاج: 180/3).

يعنې داسې دوې ښځې په يوه وخت کې په نکاح کې نشي جمع کيدای چې په هغوی کې که يو سړی فرض کړو نو د دوهمې ښځې سره نکاح جايزه نه وي .

د پورته فقهي قانون د اصل له مخې د ښځې د ورېرې او خوزې د يوه سړي په نکاح کې جمع کول حرام دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً