د اودس پرته ذکر کول جايز دي ؟

السلام علیکم
زما پوښتنه دا ده جه ایا بی اوداسه ذکر کول ګناه لری او که نه ؟

سيد رفيق احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاؤ په اتفاق د الله تعالی د ذکر (تسبيح ، تحميد ، تهليل او تکبير ) ويلو لپاره اودس شرط نه دی هغه که کوچنی بې اودسي وي او جنابت وي باک نلري په دليل د عايشې رضی الله عنها حديث چې هغې روايت کړی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو حالاتو کې ذکر کولو (المسلم )

جاء في تنوير الابصار :

(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً