د دم او رقيه شرعي لپاره اجازت شرط دی ؟

داسلامی لارښودویبپاڼی محترموکارکوونکواوچلوونکوترهرڅه دمخه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
محترمه زماسوال ددی په اړه ووچه څنی خلګ وایی چه د تعویذ دلیکلو او یاڅاښت د لیکلو او یاهم دالله پاک دیونوم دذکرکولولپاره دیومولا یادینی عالم داجازی  ضرورت سته خوځنی خلګ بیاددخلاف وایی چه دالله دنوم دذکرلپاره اویادیوڅاښت دلیکلولپاره دهچااجازی ته ضرورت نسته نوکه ددی په اړه دشریعت په ړناکی جواب راکی مهربانی به وی.

احمد يسار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې خپله قرآن او مسنونه رقيه زده وي خپله دې ځان دموي او که نه يو صالح شخص ته به د دم لپاره رجوع کوي .

په دې باره کې مې هيڅ دليل پيدا نه کړ چې رقيه الشرعي (دم ) د پاره اجازه شرط دی ، و الله اعلم

فقهاؤ چې د دم کوونکي لپاره کوم شرايط بيان کړي دي ، دوکتور محمد په «أحکام و ضوابط الرقية» کې ليکي :

و اما الراقي فاشترط الفقهاء فيه أن يکون مؤمناً بالله و بجميع الرسل و الشرائع ، وان يکون اهتمامه بالحمکة أکثر من اهتمام بالمال ، و ان يکون مخافظاً علی الصوات الخمس في الجماعة ، فلا يشغله هذا العمل عنها ، و ان يکثر من النوافل ، ان يحافظ علی أذکار المساء و الصباح المأثورات ، و ان يبتغي بهذا العمل وجه الله تعالی و تنفيس الکرب عن المسلمين و ان يتقی الله في کل عمل .

يعنې : د دم کوونکي کس لپاره فقهاؤ دا شرط دی چې : هغه به پر الله تعالی ، ټولو رسولانو او شريعت ايمان لري ، او د مال څخه به يې ډير اهتمام په حمکت وي ، او پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره په جماعت ادا کوي ، او دم کول به يې شغل نه وي ، او د زياتو نوافلو ادا کوونکی به وي ، او د سبا او بيګا مسونه اذکار به پابند وي ، او په دې عمل کې به نيت د الله تعالی رضا وي او دا نيت به يې وي چې مسلمانانو څخه سختي او درد لرې شي او په ټولو چارو کې به له الله تعالی څخه وېرېدونکی وي ، يعنې متقي او پرهيز کاره کس به وي (أحکام و ضوابط الرقية ص ۲۳ ) .

المناوي ، فيض القدير ، ج ۶ ص ۳۱۴

ابن قيم ، ذاد المعاد ، ج ۴ ص ۶۰

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً