د زکات په مال سره د پلار قرض ادا کول جايز دي ؟

السلام علیکم
الله د وکړی چې جوړ او روغ وی وروسته یوه پوښتنه دا چې که د چا پلار قرضداره وی ایا زوی د خپل مال له ذکات څخه د پلار قرض ادا کولای شی او که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خپلو والدينو او همدارنګه خپلو زامنو ، لمسيانو او ښځو ته زکات ورکول جايز نه دي او نه هم د زکات په مال باندې د هغوی قرض خلاصول جايز دي ، ځکه والدين چې کله پوروړي او احتياج وي نفقه يې پر اولاد واجب ده ، د والدينو قرض خلاصول د مصالحو له جملې څخه دی او زکات په مصالحو کې نه لګول کيږي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

فلا تدفع الزكاة إلى الوالدين وإن علوا (أي الأجداد) والمولودين وإن سفلوا (أي الأحفاد والأسباط)، ولا إلى الزوجات (حتى ولو كانت الزوجة مبانة في العدة ولو بثلاث في مذهب الحنفية)؛ بصفة الفقر أو المسكنة؛ لأن نفقتهم واجبة على المزكي، والزكاة للحاجة، ،ولا حاجة مع وجوب النفقة، ولأن أحدهم ينتفع بمال الآخر.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً