د اسلامي ذبحې (مری پرې کولو ) حکمت څه دی ؟

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنی
پوښتنه مې داده چې نن مو صنف کې همصنفيانو سره ګروپي بحس درلود يوه پوښتنه وکړه چې ولې مسلمانان حيوات حلالوي
چون هغه هندو دی له ما څخه منطقي دليل غواړي
مننه
محمدعالم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي ذبحې لپاره لاندې شرطونه دي :

۱- ذبحه کوونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي ، د ذبحې کولو اهليت به لري چې عقل دی .

۲- د څاروي په مری کې پرې کول او د وينې بهول ، هغه به په تيزه آله لکه چاړه او نورو ذبحه کيږي .

۳- د ذبحې پر مهال د الله تعالی نوم يادول .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَاِنَّهُ لَفِسْقٌ ] (الانعام:١٢١) .

ژباړه: او مه خورئ تاسي له هغې (مردارۍ) چي نه وي ياد کړاى سوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

«مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا مَا لَمْ يَکُنْ سِنًّا اَوْ ظُفْرًا» [بخاري:٥٤٩٨] .

ژباړه : (خورئ هغه چي ويني يې وبهوي او د الله پاک نوم ورباندي ياد شي خو چي (هغه د حلالولو شى) نوک او غاښ نه وي.

په مري کې د څاروي د حلالولو او وينه بهولو حکمت :

۱- په څاروي باندې رحم کول ځکه د مري په پرې کولو سره د هغه عصبي سيستم پرې کيږي چې په دې سره تکليف کميږي .

۲- د څاروي په وينه کې ځينې زهري مواد ، جراثم او ميکروبونه وي چې د مري په پرې کولو سره د څاروي ټوله وينه له بدن څخه وځي چې په دې سره غوښه پاکيږي .

په لاندې شکل کې ښي طرف ته د مردارې غوښي چې له زهرجنو موادو ډکه ده او چپ طرف ته د پاکې غوښي ميکروسکوپي تصويرونه دي .

Untitled-001

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً