په قرآنکريم کې د سکتې کولو حکمت څه دی ؟

قران کریم کی څو ځایه سکته راغلی ده او ددی حکمت څه دی یعنی د څه دپاره سکته راغلی ده که وضاحت راکړی ‌‌‌‌‌‌ډیره به ښه وی

وحيدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په قرآنکريم کې په څلورو ځايونو کې سکته تر سره کيږي :

۱- سوره الکهف آيت :۱ .

۲- سوره يس آيت : ۵۲ .

۳- سوره قيامة آيت : ۲۷ .

۴- سوره المطففين آيت : ۱۴ .

د سکت کولو حکمت :

لومړی حکمت :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم اتباع ، څنګه چې جبرئیل امين رسول الله ته د قرآن تلاوت کړی په همغه شان رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته تعليم ورکړی او بلاخره تر مونږ پورې په همغه شان رارسيدلی دی، يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم دلته سکت کړې ده او مونږ يې هم کوو .

دوهم حمکت:

د الکهف په لومړي آيت کې په «عوجاً » باندې سکته کولو حکمت دا دی چې اورېدونکی په دې باندې تيرنوځي چې «قيماً» صفت دی «جوعاً ) لره.

يعنې : که «عوجاً قيماً » کې وصل وشي نو اورېدونکی به فکر وکړي چې قيماً صفت دی عوجاً لره نو دلته ځکه سکته کيږي .

«عوجاً » ( دغه کتاب قرآن د هر ډول کږوالی څخه پاک دی ) .

«قيماً» ( دا کتاب قرآن سم او برابر دی ) .

همدارنګه په سورت القيامة کې د «من راق» دوې کلمې دي «من» او «راق» کچېرې وصل وويل شي نو د نون حرف به د راء سره د غنې پرته مدغم شي نو داسې به ويل کيږي «مراق» نو داسې ګمان به وشي چې دا يو کلمه ده ، نو د نون په حرف باندې سکته کيږي .

همداسې په سورت المطففين کې د «بل ران» دوې جلا کلمې دي د پورتنې کلماتو په شان د سکتې په وسيله جلا کيږي او يوه کلمه «بران» نه لوستل کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

د دوکتور أیمن سويد د علم تجويد له درسونو څخه

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً