ناحقه بهتانونه د هلاکت او بربادۍ ستره وسيله

د انسان د هلاکت او بربادۍ او د الله تعالی د قهر او عضب د نزول له اسباسو څخه يو هم په پاکو سړيو او پاکو ښځو باندې تور داغ او د بدکاری تهمت لګول دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

تهمت يو له هغو سترو ګناهونو څخه دی چې په اسلامي شريعت د هغه په ارتکاب حد ټاکل شوی دی .

تهمت د هلاکت ذريغه ده د الله تعالی د قهر د نزول سبب ګرځي ، قارون د همدې جرم په وجه هلاک شو

البداية و النهاية ليکي :

قارون ته الله تعالي ډير مال او دولت ورکړی وو مګر هغه د حق څخه بغاوت وکړ ، د مال د زکات ورکولو څخه يې انکار وکړ او د انکار کولو سربيره يې د موسی عليه السلام سره سخته دوښمي کوله .

يو ورځ قارون يوې ښځې ته څه مال ورکړ چې ته به په موسی عليه السلام پسې تهمت وايي . په عامو خلکو کې به دا وايي چې موسی عليه السلام (العياذ بالله ) زما سره زنا کړې ده .

کله چې قارون د خلکو په عام محضر کې له ښځې وغوښتل چې ستا سره فلاني څه کړې ، ښځې د قارون پرخلاف اصلي حال بيان کړ چې ماته قارون داسې ويلي وو چې ته داسې ووايه ، دلته موسی عليه السلام الله تعالی ته د شکر د ادا لپاره پر ځمکه سجده وکړه ، الله تعالی موسی عليه السلام ته وحی وکړه چې ځمکې ته مې حکم کړی چې ستا متابعت وکړي همغه وو چې قارون هلاک او په ځمکه کې غرق شو (البداية و النهاية – ج ۲ ص ۲۰۱) .

تاسې پوره خبر ياست چې د کفري اشغال په مکتب کې روزل شويو کسانو د قندوز په عزتمن ولس باندې د خپلې درواجنې او شيطاني مديا په مټ تور داغ لګوي او دوی دې په دې پوه شي چې دا کار خطرناکې پايلې لري ، څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغوی له دې کاره توبه کار شي له الله تعالی څخه دې ووېرېږي . که نه همدا به يې هلاکت وي .

مسلمانانو ته فقط دومره وايم چې کچېرې پر دغو درواغجنه شيطاني مديا باور وکړئ له ايمانه به مو هم خلاص کړي .

و ما علينا الا بلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً