زما د ورور د رضاعي خور سره نکاح کول جايز دي

د آنلاین آسلامي لارښودو درنو کارکوونکو ته سلامونه وړاندې کوم.

پوښتنه: زما مشر ورور یوې نجلۍ سره د هغې د مور شېدې روبدلي دي آیا اوس زما او د هغې نجلۍ د کشرې خور سره نکاح جایز ده او څنګه؟

مننه ستاسو د ځواب په تمه

تريالی افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم هلک چې د کومې ښځې شېدې رودلي وي هغه ښځه يې رضاغي مور ګرځي د هغې ښځې له لوڼو او ځينې نورو خپلوانو سره يې نکاح نه کيږي ځکه هغوی يې رضاعي خويندې دي .

مګر د ورور د رضاعي خور سره نکاح صحيح ده ځکه چې تا د هغه شيدې نه دي رودلی بلکي ستا ورور رودلي دي نو هغه ستا رضاعي خور نشي کيدای .

«(‌و  تحل اخت اخیه  رضاعاً‌) یـصح  اتصاله بالمضاف ‌کان یکون  له اخ  نسبی له اخت  رضاعیة‌، و بالمضاف الیه ‌کان  یکن لاخیه رضاعاٌ اخت  نسبا و بهما و هو  ظاهر»‌.(الدر المختار مع الرد:2/442)

جاء في فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

ذكر الحنفية أيضاً أنه يجوز للرجل الزواج بأخت الأخ من الرضاع، وأخت الأخ من النسب، وأم الرضيع من النسب، وبالمرضعة. أما أخت الأخ من الرضاع فكأن يرضع طفل من امرأة، فيجوز لأخي هذا الطفل الذي لم يرضع أن يتزوج بنت هذه المرأة، وهي أخت أخيه من الرضاع، وهذا معنى قول العوام: افلت رضيعاً وخذ أخاه. ومثلها أخت أخته من الرضاع.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً