إعراب القرآن الكريم

الإعراب په لغت کې بيان او تغير ته وايي او د علم نحوه په اصطلاح کې په کلمه باندې د ځينو عواملو د داخلېدو په وجه د کلمې آخر تغير او بدلون ته اعراب وايي. لکه :

  • ما أحسنُ زيدٍ ؟
  • ما أحسنَ زيداً ؟
  • ما أحسنَ زيدٌ

وينو چې په لومړۍ جمله کې مقصد د زيد د غوروالی په باره کې پوښتنه ده چې کلمه د (أحسنُ) پيښ لري او کلمه د (زيد) زير لري.

او په دوهم جمله کې وينو چې د زيد د غوروالی په باره کې تعجب دی چې (أحسن) په زور او (زيد) په نصب سره راغلی دی.

او په آخري جمله کې وينو چې د متکلم مقصد د زيد نه ښه والی او نه غوروالی دی چې (أحسن) په زور او (زيد) په زفع (دوه پيښ) راغلی دی.

د اعراب اهميت :

د قرآنکريم د صحي تلاوت او د معنی پوهېدو لپاره علم إعراب خاص اهميت لري ځکه قرآنکريم په فصيحه عربي ژبه دی دا چې قرآنکريم صحي تلاوت کړ شي د لحن او غلطۍ څخه ځان وساتل شي او قرآنکريم د صحي معنی ټاکلو لپاره علم إعراب ضرور دی.

د علم إعراب په وسيله حرکات پېژندل کيږي چې د حرکاتو پيژندلو په وجه په تلاوت او معنی کې د لحن او غلطۍ څخه مخ نيوی کيږي.

إعراب د نحو د علم څخه دی د قرآنکريم په صحي تلاوت او په خاص توګه د معنی په تعين او ټاکلو کې علم صرف او نحو خاص اهميت لري.

د علم اعراب القرآن پيدايښت :

کله چې اسلامي فتوحات پراخه شول او په اسلام کې عجم داخل شول نو د قرآنکريم په تلفظ کې لحن (غلطی) زياتې شوې نو علماء کرامو د علم نحو د وضع تصميم ونيو اولين کس چې د علم نحو او عربي ژبې قواعدو بنسټ يې کېښود ابو (الأسود الدؤلی) ؤ، او د علم اعراف د تأليف سبب همدا ؤ چې د قرآنکريم غلط لوستلو مخ نيوی وشي.

ښکاره ده چې دا د قرآن العظيم برکات ؤ چې علم نحو مينځته راغلی تر څو د غلطۍ مخ نيوی وشي ځکه چې د قرآن صحي اعراف او صحي تلفظ او لوستل عبادت دی.

د علم اعراب ګټې :

۱- د کتاب الله داسې لوستل لکه څنګه چې نازل شوی دی او د لحن او خطاء څخه ځان ساتل.

۲- استنباط د شرعي احکامو.

۳- تعين د قرائت او د هغه د معنی کشف.

۴- تعين او معرفت د وقف او ابتداء، دا علم د علوم القرآن هغه علم دی چې ددې علم پرته د قرآن صحي فهم او ادراک ناشونی دی.

د اعراب القرآن ضوابط :

۱- په معنى دهغه ټکې چې بايد په اعراب په نظر کې ونيول شي:

۱- د کلمې د نوع تعين.

۲- د کلمې د حکم بيان د اعراب او بناء له مخې.

۳- د اعراب او بناء ډولونه او د هغو اسباب.

۴- د اعراب د علامې بيان او د هغه سبب.

۵- په جمله کې د اعراب د ځای بيان

د إعراب القرآن مشهور کتابونه :

” الإعراب المحيط من تفسير البحر المحيط” الدكتور ياسين جاسم المحيمد

“إعراب القرآن” زكريا الأنصاري

“الياقوت والمرجان في إعراب القرآن” محمد نوري بن محمد بارتجي

” التبيان في إعراب القرآن” أبو البقاء عبد الله بن الحسين

 “الجدول في إعراب القرآن الكريم” صافى محمود بن عبد الرحيم

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً