که په اخيستل شوي شي کې عيب څرګند شي

دان لاین اسلامي لارښود دقدر وړمسوولینو په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځو الله تعالی مو تل همداسې دخیر ښېګڼو په کارونو کې بریالي لره آمین.
پوښتنه مو درلوده هغه داچې له کور کلي په لرې ځای کې دنده لرم،کور کې مې دتلفون اړتیاوه،ملګري ته مې دتلفون له لارې دیو تلفون داخېستو وویل هغه تلفون راته اخستی خو په تلفون کې یو شی هم ندي روغ،یعنې نه چالانیږي،نه یې چارچر روغ دی،خلاصه هیڅ شی پکې روغ نشته. اوس نوموړی پرما باندې دپیسو دورکړي حق لري کنه ؟ که پدې اړه لږ معلومات راکړئ ډېره مهرباني به مو وي.تاسو دلاسرلوړئ او کامیابئ په هیله
عبدالمتین حمیدي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې اخيستونکي د مال د اخيستلو په وخت کې د هغه عيب نه وي ليدلی يا نه وې ورباندې پوه شوی مګر وروسته يې وويني يا چا په دوکه او فريب سره څه شي وپلورل او پيرودنکي ته يې د هغه عيب ونه ښود نو اخيسونکي ته شرعاً حق شته چې هغه فسخه کړي (بيرته يې ورکړي او پیسې ځینې واخلي ) چې دغه بيع ته خيارعيب وايي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «لا يحل لأحد أن يبيع شيئاً إلا بيَّن ما فيه، ولا يحل لأحد يعلم ذلك إلا بينه» (أخرجه أحمد وابن ماجه والحاكم في المستدرك) .

يعنې : د هيچا لپاره دا جايز نه ده چې څه شي خرڅوي په هغه کې څه غيب وي هغه پکې بيان نه کړي او د هيچا د پاره دا جايز نه ده چې په هغه کې عيب پټ کړي بلکي د هغه بيان به کوي .

خيار العيب عند الاطلاع عليه، سواء أكان موجوداً قبل البيع، أم بعده وقبل القبض، لثبوت ذلك في خبر الترمذي وغيره.

الأصل في مشروعية هذا الخيار أحاديث منها ـ أن النبي صلّى الله عليه وسلم قال: «المسلم أخو المسلم، لا يحل لمسلم باع من أخيه بيعاً، وفيه عيب إلا بينه له»

فقه الاسلامي وادلته / وهبة زحيلي رحمه الله .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 30 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً