د حلال حیوان د کومو برخو خوړل حرام يا مکروه دي ؟

اسلام علیکم و رحمۃ اللہ وبرکتہ

پہ پسہ او یا بل حیوان کی کوم اووہ اندامونہ یا برخی حرامی او یا مکروہ دی، د قران او د حدیثو  (د حوالی سرہ)پہ رڼہ کی معلومات راکړ‎ہ۔

وسلام

رحمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حلال حيوان د دغه برخو خوړل جايز نه دي :

 ۱- هغه ويني چې د ذبح په وخت کې جاري شي ۲- د نر حيوان آله تناسلي ۳- د ښځينه حيوان آله تناسلي ۴- د حيوان خايې يا مايې ۵- مثانه ۶- کيسه صفراء (تريخی) ۷- غده (مرغېړی ) چې د حيوان په بدن کې وي .

في کتاب الاثار۱۷۹ / قال محمد بن حسن الشيباني رحمه الله)عن مجاهدقال کره رسول الله صلي عليه وسلم )من الشاة سبعة ، المرارة، والمثانة، والغدوة ،والحياء والذکر ،وا لا ثنين ، والدم المسفوح.

و  فی  الدر  المختار:

«‌ما  یحرم  اکله  من  اجزاء  الحیوان  المأکول  سبعة  الدم  المسفوح  و  الذکر  و  الانثیان  و  القبل  و  الغدة  و  المثانة  و  المرارة‌»‌.(الدر المختار مع الرد:5/219)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 185 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً