علم اصول تفسير

علم تفسير او علم اصول تفسیر د ټولو علومو اشرف علم دی ځکه دا د الله تعالی د کلام علم دی، د علم اصول تفسير په وسيله د کلام الله معنی ټاکل کيږي چې د معنی او تفسير په ټاکلو سره خلکو ته د اسلامي شريعت احکام بيانيږي.

تعريف :

علم اصول التفسير د دوو کلمو څخه جوړ شوی (اصول) او (تفسير) د تفسير تعريف مخکې بيان شو، اصول د اصل جمع ده او اصل په لغت کې بنياد، بنسټ او آساس ته وايي.

په اصطلاح کې علم اصول تفسير هغه علم دی چې د قرآنکريم د صحي تفسير له قواعدو او طريقو څخه بحث کوي تر څو مفسير او طالب علم وکولای شي د قرآنکريم د تفسير صحي فهم تر لاسه د مفسرينو د اختلاف اسباب کشف او د اختلافي مسائلو په اخذ او رد کې د سليم او غوره منهج څخه کار واخلي (بحوث في أصول التفسير، للدكتور فهد الرومي، فصول في أصول التفسير، لمساعد الطيار ص 11).

علم اصول تفسير کې دا زده کوو چې څنګه تفسير شوی او څنګه تفسير وکړو :

څنګه تفسير شوی دا چې د مقدمينو علماؤ تفسير ته مراجع وشي چې هغوی د قرآنکريم څنګه تفسير کړی دی او بل دا چې د هغوی په اقوالو او تحقيق باندې اعتماد وشي او که د هغوی په کوم قول په اسنادو کې څه نيګړتيا وي د هغې څخه پرهيز وشي.

د علم اصول التفسير موضوعات :

۱- د تفسير حکم او د هغه ډولونه.

۲- تفسير د قرآن په قرآن سره، تفسير د قرآن په سنتو سره او د صحابه او تابعين د تفسير او په تفسير کې د هغوی د اقوالو فهم او پوهه.

۳- د تفسير اصول او طريقه.

۴- په تفسير کې د سلفو طريقه.

۵- په تفسير کې د اختلاف اسباب.

۶- په تفسير کې د اختلاف ډولونه.

۷- په تفسير کې اجماع.

۸- د سلفو د اقوالو توجيه.

۹- د تفسير اساليب.

۱۰- د قرآن کليات او د تفسير عام قواعد.

۱۱- په تفسير کې د ترجيح قواعد.

د علم اصول تفسير مشهور کتابونه

فصول في اصول التفسير – مساعد بن سليمان الطيار

الفوز الکبير فی اصول تفسير للدهلوي

دراسات فی اصول تفسير القرآن – للدکتر محسن عبد الحميد

مقدمه في اصول التفسير – للشيخ ابن تيميه

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً