علم تفسير

تعريف علم تفسير :

تفسير په لغت کې بيان او کشف ته وايي او په اصطلاح کې تفسير هغه علم دی چې په هغه کې د الله تعالی د کلام د فهم او مقصد ټاکلو څخه د بشر د توان موافق بحث کيږي .

يا په لڼد تفسير عبارت دی د قرآن د معنی له بيان څخه .

تأويل :

تأويل په لغت کې رجوع او ګرځېدو ته وايي او په اصطلاح کې د علم او عمل سره د يوې شي څخه ګرځېدل د حقيقي مراد او مقصدې لورې ته .

د تفسير او تأويل فرق :

علماء کرام د تفسير او تأويل په شرعي او اصطلاحي تعريف کې مختلف اقوال لري .

ابوعيبده او ځنې علماء وايي : دواړه يو معني لري .

ځنې علماء وايي : چې تفسير په معنی د روايت او تأويل په معنی د درايت دی او دا تعريف دوکتور وهبة زحيلي غوره کړی دی .

د علم تفسير حکم :

د قرآنکريم د تفسير حکم فرض کفايي دي کچېرې د هغه په زده کړې باندې ځينې کسان مشغول نو د نورو کسانو غاړه خلاصيږي ، او هيڅ څوک د هغه زده کړه نه کوي او څوک نه وي چې خلکو د هغه معنی او مقاصد بيان کړي نو ټول به ګنهکار وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً