د جنابت په حالت کې د اسلامي پاڼې لوستل څه حکم لري ؟

د دعوت اسلام و ټولو کارکونکو ته السلام علیکم ورر رحمة الله وبرکاته  زما پوښتنه دا ده که څوک ستاسی اسلامی صفحه په مبایل کی را خلاصه کړی مبایل یی هم په لاس کی نیولی وی او دغه کس بی اودسه وی یا جنوب وی څه حکم لري.
۲ که یی چیری په کمپیوټر کی را خلاصه کړی چی د لاس تماس نه یی ورسره په دا سی حال کی چی دی جنوب یا بی اودسه وی وسلام جزاک الله

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بې اودسۍ او جنابت په حالت کې د شرعي کتابونو مطالعه کول باک نلري ، او د جنابت په حالت کې د اسلامي پاڼې مطالعه او يا د موبايل او انترنټ له مخې د شرعي احکامو او کتابونه مطالعه کول باک نلري .

(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و فی البحر رخص المس باليد الکتب الشرعیة (البحر الرائق ۱/ ۲۱۲ ) .

د جنابت په حالت کې د قرآنکريم مسحه او يا تلاوت کول حرام دي مګر اورېدل يې جايز دي هغه که د کمپيوټر ، موبايل او يا کوم کس څخه وي جايز دي .

يجوز للحائض والجنب أن يسمعا القرآن من الأشخاص والراديو والمسجل والتلفاز وغير ذلك؛ لأن المحرَّم في حالة الحيض والجنابة هو قراءة القرآن وليس سماعه، فقد كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقرأ القرآن وتسمعه عائشة رضي الله عنها وهي حائض -كما ورد في صحيحي البخاري وابن حبان-.
(فتاوى الطهارة/ فتوى رقم/34)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً