اول – په دور نبوي صلی الله عليه وسلم کې د قرآن کتابت

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک کې به چې کله کوم سورت او آيت نازېدو هغه به خپلو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د يادولو او حفظ حکم کولو، ډيرو صحابه کرامو قرآن ياد کړی وو او پخپلو سينو کې يې د الله تعالی کلام ته ځای ورکړی وو.

هغه مشهور صحابه کرام د کومو چې مکمل قرآن حفظ وو دا دي:

خلفاء الراشدين، طلحه، سعد، ابن مسعود، حذيفة بن اليمان، ابو موسی الأشعري، سالم مولی ابی حذيفه، عبدالله بن عمر ،ابن عباس، أنس، أبی بن کعب، معاذ، زيد بن ثابت، أبو هريرة، ابن زبير او ابو درداء او نور.

او همدارنګه صحابه بېبيانې لکه :ام مؤمنين عائشه، حفصه، ام سلمه او أم ورقه… چې د ځينو مکمل او د ځينو څه حصه ياد وه.

همدارنګه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک کې د قرآنکريم سوتونه او آيتونه ليکل کېدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم څو صحابه کرامو ته د ليکلو دنده سپارلې وه چې قرآنکريم وليکي چې هغه صحابه کرام دا دي :

علی بن ابی طالب، معاويه بن ابی سفيان، ابوبکر، عثمان، زيد بن ثابت، ابی بن کعب، عبدالله بن مسعود او نور صحابه رضی الله عنهم اجمعين.

په ځينو رواياتو کې خلفاء الراشدين، زيد بن ثابت، ابی بن کعب، خالد بن وليد ،أبان، خالد ابنا سعيد او نور صحابه رضی الله عنهم اجمعين.

کله به چې وحی نازله شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم به هغوی را غوښتل او هغوی ته به يې د ليکلو حکم کولو، هغوی ته به يې د جبريل امين د لارښوونې موافق د ليکلو او ځاي پر ځای کولو او ترتيب حکم کولو.

ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي: چې کله به کوم سورت نازل شو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ځينې کسان را وغوښتل او هغوی ته به يې فرمايل: «ضعوا هذه السورة في الموضع الذي يذكر فيه كذا وكذا» (وروى أحمد وأصحاب السنن الثلاثة)

 يعنې: کيږدې دغه سورت په هغه ځای کې (د کوم چې ماته لارښوونه شوې) او داسې، داسې.

همدارنګه زيد بن ثابت رضی الله عنه وايي:«كنت جارًا للنبي ﷺ في المدينة, فكانت إذا نزلت آية أو آيات, أرسل إلي, فجئته, فأمرني بكتابة هذه الآيات التي نزلت».

په نبوي دور کې قرآنکريم د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر څارنې لاندې داسې ليکل شوی وو چې آيتونه یې ترتيب ولی سورتونه يې ترتيب شوي نه وو او سورتونه په جلا جلا صحيفو کې ليکل شوي وو، مثلاً د ماعون سورت په يوه صحيفه کې او تين سورت په بله صحيفه کې ليکل شوي وو.

په عهد نبوي کې د قرآنکريم د جمع کولو ځانګړتياوې :

  • په اوو تورو ليکل شوی وو .
  • په يو مصحف کې جمع شوی نه وو بلکي په ځانګرو صحفو کې ليکل شوی وو .
  • د آيتونو په شکل ترتيب شوی وو ، د سورتونو په شکل نه وو ترتيب شوی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً