د قرآنکريم ترتيب او جمع

په علوم القرآن کې د جمع القرآن موضوع ډيره مهمه موضوع ده ځکه اکثره اسلام دوښمن چې ګوتنيونه کوي هغه دغې موضوع ته ده.

د جمع القرآن معنی :

د جمع القرآن دری ډوله معناوې دي :

جمع: په سينو کې د حفظ او يادولو په معنی.

کتابت: په مصاحفو کې د ليکلو او جمع کولو په معنی.

ثبت صوتي: په صوتي آلاتو کې د قرآن ثبتول.

۱- په سينو کې د قرآنکريم جمع کول :

الله سبحانه وتعالی خپله د قرآنکريم د حفظ او ساتلو ذمه اخيستلې ده مګر د نورو آسماني کتابونو د حفظ او ساتلو ذمه واري يې د هغوی اهل ته سپارلې وه، چې همدا وجه وه چې نومړي کتابونه لکه: زبور او انجيل تحريف شوي دي.

مګر قرانکريم چې ساتنه يې د الله تعالی په ذمه ده د تحريف څخه پاک دی، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ] (الحجر:۹ ) .

د قرآنکريم د حفظ حکم :

د قرآنکريم حفظ په امت باندې فرض کفايي دی، يعنې: په امت کې به داسې يو ډله موجوده وي چې هغوی قرآن حفظ کړي.

مګر د قرآن دومره يادول چې لمونځ ورباندې صحي شي په هر مسلمان باندې فرض دی لکه: فاتحه او ځيني آسانه سورتونه او آیتونه.

په سينو کې د قرآن د يادولو تاريخ :

لمړی کس چې قرآن يې ياد وو جبريل عليه السلام ؤ، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم او بيا صحابه کرام رضی الله عنهم او بيا د امت نور حافظان چې الحمدلله تر نن پورې دا سلسله روانه ده.

۲- د قرآنکريم کتابت:

د قرآنکريم د کتابت مراحل :

اول: په عهد نبی صلی الله عليه وسلم کې د قرآن کريم کتابت.

دوهم: په عهد ابی بکر صديق رضی الله عنه.

دريم: په عهد عثمان رضی الله عنه.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً