مسند ابی حنيفه ،حاکم ،ابن خزيمه او ابن حبان

۹- مسند ابی حنيفه :

مسند ابی حنيفه د نبوي احاديثو د مسانيد څخه د احاديثو يو معتبر مسند دی چې احاديث يې د ابی حنيفه څخه روايت شوی او حافظ ابو نعيم تأليف کړی دی .

امام ابوحنيفه رحمه الله چې اصلي نوم يې نعمان ، کنيت يې ابوحنيفه د پلار نوم يې ثابت ؤ ، د هجرت په ۸۰ کال د عراق د کوفې په ښار کې زږيدلی دی ، د امام صاحب د پلار اصلي وطن افغانستان دی .

امام ابو حنيفه د څلورو ائمه رحمهم الله له ډلې څخه د حنفي مذهب امام دی .

امام ابوحنيفه د احاديثو او مذاهبو د ټولو ائمه کرامو رحمهم الله څخه مشر محدث او فقهي دی چې د انس او جابر رضی الله عنهما سره يې ملاقات شوي دي .

۱۰ – مستدرک الحاکم :

د نبوي احاديث د کتابونو څخه يو مشهور کتاب مستدرک حاکم دی ، چې په دې کتاب زيات شمير صحيح احاديث د بخاري او مسلم او د هغو څخه د يوه په شرط باندې نقل شوي دي ، د صحيح احاديثو سربيره ځينې ضعيف احاديث هم پکې شته .

دا کتاب د محمد بن عبدالله حاکم نشاپورې لخوا تأليف شوی دی .

۱۱- صحيح ابن خزيمه :

صحيح ابن خذيمه چې مختصر مسند صحيح هم بلل کيږي د احاديث معتبر کتاب دی چې صحيح او حسن احاديث پکې جمع شوي دي .

دا کتاب  ابوبکر محمد بن اسحاق بن خذيمه نشاپوري ليکلی دی چې په کال د ۲۲۳ کې زږېدلی او په ۳۱۱ کال کې يې له فاني نړۍ څخه رحلت کړی دی .

۱۲- صحيح ابن حبان :

صحيح ابن حبان د احاديثو يو مشهور کتاب دی .

دا کتاب محمد بن حبان بن أحمد بن حبان ليکلی دی محمد بن حبان د هلمند په بست کې پيدا شوی ، د احاديثو د طلب او زده کړې لپاره يې ډيرو ځاينونو لکه : عراق ، شام ، حجاز ، مصر او سمرقند ته سفرونو کړي دي .

په صحيح ابن حبان کې صحيح او حسن احاديث جمع شوي دي .

د احاديثو ټول تصنيف شوي کتابونه تر (۵۰ ) زيات دي ، چې مشهور کتابونه مو پورته بيان کړل

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً