مسافرانه لمونځ کله ادا کيږي ؟

محترم زه کابل کی وظیفه لرم حو کله یو ولایت ته سفر کوم حو دفتر مشر وایی کله می درته ویل راځی به نو زه دلته لمونځ مسافرانه وکړم یا پوره یا کله دفتر ځم نو ریس وخت لیکی هلته زه شپه او ورځ کار کوم د شل ورځ کار زه په لس ورځو حلاص وم نو زه مسافری مونځ کولی شم یا نه مهرابانی وکړی ځواب راته راکړی مننه

ميرويس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې به په دوو شرطونو مسافرانه لمونځ کوئ .

اول : دا چې د سفر فاصله مو له (۸۴) کيلو متره يا تر هغه زياته وي .

دوهم : دا چې د سفر د اقامت نيت مو تر نيمي مياشتې يا (۱۵) ورځو کم وي ، کچېرې د سفر نيت تر (۱۵) ورځو کم وي خو د نن او سبا د تګ په تمه ډيرې ورځې تېرې هم شي مسافرانه لمونځ ادا کيږي ځکه د سفر د اقامت نيت ته کتل کيږي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً