د منافقت څخه وېره

د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعين او دتابعینو رحمهم الله په زړونو کښی به سخته ویره وه چه هسی نه چه د منافقینو اعمال ورڅخه صادر نشي.

امام بخاری رحمه الله په صحیح بخاري کښی له ابن ابي مُلَیْکَ رحمه الله څخه نقل کوي چه هغه ویل: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دیرش صحابه کرام ما لیدلي دي چه دا ټول به په خپل ځان باندی له نفاق څخه وېرېدل، په دوی کښی یوه هم نشو ویلی چه دده ایمان د جبریل او میکاییل علیهما السلام له ایمان سره برابر دی، او د هغه په شان دی».

او له حسن بصري رحمه الله څخه نقل دي چه هغه به ویل: «له الله تعالی څخه وېره نکوي مګر مؤمن بنده یې کوي، او د الله تعالی له عذابه څخه نه په امن کیږي مګر منافق بنده».

او زید بن وهب رحمه الله وایي: « د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کښې یو منافق سړې مړ شو، نو حذیفه رضی الله عنه پرې د جنازې لمونځ ونکړ، نو عمر بن الخطاب رضی الله عنه ورته وویل: دا هم له منافقانو څخه دی؟ هغه ورته وویل: هو، بیا عمر رضی الله عنه ورته وویل: ستا دې په الله تعالی قسم وي چه زه هم له منافقانو څخه یم؟ هغه ورته وویل: نه، خو له تا څخه وروسته به د هیچا دغسې سوال ته جواب ونه وایم».

يادونه : خذيفه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم رازدار صحابي وو چې هغه ته يې د منافقانو ليست سپارلی وو .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً