د عملي منافقت نښې

په پيل کې مو وويل چې نفاق په دوه قسمه دي :

اول قسم : اعتقادي نفاق ، او دا نفاق اکبر نفاق بلل کيږي چې په زړه کې کافر او ظاهراً ځان مسلمان بولي  ) .
دوهم قسم عملي نفاق : هغه نفاق دی چې د منافقينو له اعمالو څخه کوم عمل په چا کې موجود وي ( په دې سره له اسلامه نه وځې مګر دا يو وسليه ده د هغه طرف ته ) .
د منافقينو علائم :

اول : درواغ ويل ، دوهم : د وعدې مخالفت کول ، دريم : د امانت خيانت کول .

په دليل د دغه حديث شريف:«آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان» (البخاري ومسلم).

ژباړه : د منافق دری نښې دي : کله چې خبرې کوي درواغ وايي ، او کله چې وعده وکړي د هغه مخالفت کوي او کله چې امانت ورته وسپارل شي په هغه کې خيانت کوي .

څلورم : خيانت او غدر کول ، پنځم : په جنګ او خصومت کې ښګنځلې او فحش ويل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«اربع من كن فيه كان منافقا خالصا ومن كانت فيه خصلة منهن كان فيه خصلة من النفاق حتى يدعها: إذا اؤتمن خان وإذا حدَّث كذب وإذا عاهد غدر وإذا خاصم فجر» (متفق عليه).

ژباړه : څلور خصلتونه چې په چا کې وي خالص منافق دی او که د دغو خصلتونو څخه کوم يو پکې وي نو په هغه کې به د نفاق خصلت وي : کله چې امانت ورته وسپارل شي په هغه کې خيانت کوي ، او کله چې خبرې کوي درواغ وايي ، او کله چې وعده او تړون کوي په هغه غدر کوي ، او کله چې د چا سره شخړه وکړي ښګنځل او فحش وايي .

شپږم : په عبادت کې سستي کول :

[وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى] (النساء 142).

ژباړه: او کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي بې له رغبته پاڅيږي.

اوم : د خلکو په مخ کې عبادت کول ، په عبادت کې ريا کول :

لقوله تعالی:[ يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا]

ژباړه : دوی د خلکو په وړاندې ځان ښودنه کوي او الله نه يادوي خو لږ .

آتم : د الله تعالی ډير لږ ذکر او ياد :

نهم : د لمانځه له خپل وخت څخه تأخير او ځنډول :

قال صلى الله عليه وسلم: “تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” رواه مسلم.

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په مينځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

لسم : په هيڅ قسم جهاد کې برخه نه اخيستل :

او په صحیح مسلم شریف کښی د أبوهریره رضی الله عنه  په حدیث کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي: «مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ بِهِ نَفْسَهُ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنْ نِفَاقٍ» (رواه مسلم).

ژباړه: «هغه مسلمان چه مړ شي، او هغه په خپل عمر کښی نه غزا وکړي، او نه پخپل زړه کښی د غزا نیت تیارې او مینه ونلري، نو دې هم د نفاق په یوه څانګه کښی مري».

حذیفه رضی الله عنه  فرمايي: »زړونه په دری ډوله دي:

۱- یو هغه زړه دې چه دوه مخی او دوه رنګه یا کوږ وي، نو دا د منافق زړه دې.

۲- بل هغه زړه دې چه له حق څخه په پردو کښی وي، نو دا دکافر زړه دې.

۳- بل هغه زړه دې چه صفا او پړقیدونکې وي، لکه په ده کښی چه ډیوه وي چه رڼا کوي، نو دا د مؤمن زړه دې.

۴- بل هغه زړه دې چه په هغه کښی د نفاق خصلتونه هم وي او ورسره ایمان هم وي، نو ددې مثال داسی دې لکه په جسم کښی دانه)نکۍ(،چه هم پکښی وینه وي، او هم زوی، یايي مثال داسی دې لکه هغه ونه چه کله ورته ښایسته او ښی اوبه راځی او هغه پری خړوبیږي، او کله ورته خرابی اوبه راځي او پری خړوبیږي، نو هر کومی اوبه چه غالبه شوی، نو خوند به هم د هغی وي«. [رواه ابن أبي شیبة في المصنف وفي کتاب الإیمان، و سلسلة صحيحة].

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً