د غير الله د پاره ذبح کول شرک دی ځکه د حيوان ذبحه کول عبادت دی او د غير الله لپاره ذبح کول د غير الله عبادت کول دي چې دا عمل شرک دی .
لقوله سبحانه وتعالی : [قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ] (الأنعام: ۱۶۲، ۱۶۳)
ژباړه :ووايه (ای محمده!) چې زما لمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ يوازې د هغه الله لپاره دی چې رب د عالميانو دی . شريک نلري يو دی په همدې کار ما ته امر شوی دی او له هر چا زه لومړی سر ټيټوونکی يم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لعن الله من ذبح لغير الله» (رواه مسلم والنسائي وأحمد).
ژباړه : د الله تعالی لعنت دی پر هغه چا څوک چې د غير الله د پاره ذبحه کوي .
ذبح په اصل کې په څلور قسمه ده :
۱- د الله سبحانه وتعالی د تقرب لپاره د پاک حيوان ذبحه کول لکه : د لوی اختر قرباني ، د حج قرباني ، د فقراء او مساکينو لپاره صدقه کول چې دا ډولونه د الله تعالی عبادت دی .
۲- د مېلمنو لپاره د څاروي ذبحه کول او همدارنګه د واده د ولېمې او د عقيقې لپاره د حيوان ذبح چې حکم يې مستحب او سنت دی چې دا هم عبادت دی.
۳- د څاروي ذبح کول د هغه د غوښو خرڅول د تجارت په نيت لکه قصابي او نور .
۴- د مخلوق د تقرب او نږدېوالی لپاره ذبحه کول چې دا شرک اکبر دی ځکه ذبحه عبادت دی د الله تعالی پرته بل چاته ذبحه کول شرک دی او د داسې څاروي غوښه مرداره ده .
(موقع الدرر السنية، موسوعة القعيدية – الذبح لغير الله )
شرکي ذبحې هم څلور قسمه دي :
اول قسم :
دا چې د غير الله لپاره ذبح کوي ، او په هغه باندې د غير الله نوم اخلي لکه د کوم ولي ، ساحر ، کاهن او نورو ، نو بې شکه چې دا ذبح شرک اکبر دی ځکه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت شو .
دوهم قسم : دا چې په اصل کې د غير الله لپاره ذبح کوي مګر په هغه باندې د الله نوم اخلي دا هم شرک دی ، داسې چې د ساحر او کاهن په خبره خاص څاروی يا مرغه په خاص رنګ او خاصو صفاتو او خاص ځای کې ذبح کړي که څه هم په هغه باندې د الله تعالی نوم واخلي او د قبلې په طرف يې ذبح کړي دا هم شرک دی ، دا همغه د جاهليت د زمانې د بتانو عبادت او تعظيم ته ورته د غير الله عبادت دی چې هغوی به د خپلو بتانو لپاره ذبحې کولې .
دريم قسم : دا چې د غير الله لپاره ذبح وکړي په هغه باندې د الله د نوم سره د غير الله نوم هم واخلي لکه د ولي يا ساحر او کاهن نو دا هم شرک شو .
څلورم قسم :
دا چې ذبح د الله لپاره کوي مګر په هغه باندې د غير الله نوم اخلي کچېرې د تعظيم لپاره وي شرک اکبر دی نو دا ذبح د غير الله لپاره شوه ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ] (البقره :۱۷۳) .
ژباړه : او هر هغه حلال کړی شوی چې د الله تعالی د (نوم) پرته په بل نوم ذبحه شي .
چې دا ډول ذبحه په دوه ډوله ده :
الف) : که د غير الله تقريب (نږدېوالی ) او تعظيم (احترام) يې مقصد وي شرک اکبر دی .
ب ) : کچېرې د رئيس ، پير ، او بل کس د خوشحاله کولو او احترام لپاره د هغه په پښو کې ذبح وشي ، وينې و بهول شي او څاروی همالته پرېښودل شي او د هغه څخه استفاده ونشي دا عمل شرک شو او که د مېلمستيا او طعام په نيت وي او د هغه نه د طعام استفاده وشي باک نلري .
جاء في حایشه ابن عابدين :
لَوْ ذَبَحَ لِقُدُومِ الأَمِيرِ وَنَحْوِهِ مِنَ الْعُظَمَاءِ ( تَعْظِيمًا لَهُ ) حَرُمَتْ ذَبِيحَتُهُ ، وَلَوْ أَفْرَدَ اسْمَ اللَّهِ تَعَالَى بِالذِّكْرِ ؛ لأَنَّهُ أَهَّلَ بِهَا لِغَيْرِ اللَّهِ . وَلَوْ ذَبَحَ لِلضَّيْفِ لَمْ تَحْرُمْ ذَبِيحَتُهُ لأَنَّهُ سُنَّةُ الْخَلِيلِ عَلَيْهِ السَّلَامُ ، وَإِكْرَامُ الضَّيْفِ تَعْظِيمٌ لِشَرْعِ اللَّهِ تَعَالَى ، وَمِثْلُ ذَلِكَ مَا لَوْ ذَبَحَ لِلْوَلِيمَةِ أَوْ لِلْبَيْعِ .
وَالْفَرْقُ بَيْنَ مَا يَحِلُّ وَمَا يَحْرُمُ : إِنْ قَصَدَ تَعْظِيمَ غَيْرِ اللَّهِ عِنْدَ الذَّبْحِ يَحْرُمُ ، وَقَصْدُ الإِكْرَامِ وَنَحْوُهُ لا يَحْرُمُ (حايشه ابن عابدين ۵/۱۹۶) .
کچېرې د امير يا نورو مشرانو مخې ته يا پښو کې ذبح وشي د هغه د تعظيم او احترام په نيت که څه د الله نوم ورباندې ياد شوی وي دا ذبحه مرداره ده ځکه د غير الله په نوم ذبحه شوی ، مګر که د مېلمه لپاره نه حلاميږي ځکه دا ابراهيمي سنت دي ، او د مېلمه اکرام او عزت د شعائرالله عزت دی او په مثال ددې د ولېمې او يا بيع او قصابی ذبحه .
ددې ذبحې په حلالوالی او حراموالی کې دا فرق دی چې کچېرې په ذبح تعظيم د غير الله وي حرام او قصد يې مېلمستيا وي نه حراميږي (حايشه ابن عابدين) .
د مطلب خلاصه دا چې ذبح کول او په شرعي طريقه د حيوان د وېنې بهول عبادت دی ، ذبح به يوازې الله تعالی لره وي او د هغه (جل جلاله ) نوم به ورباندې اخيستل کيږي .
کچېرې ذبح په هر بل مقصد تر سره شي يا د الله تعالی پرته بل نوم ورباندې واخستل شي يا د الله تعالی د نوم سره بل نوم واخيستل شي دا عبادت نه بلکي شرک دی .
جاء في الموسوعة الفقهية :
لا يجوز الذّبح باسم رسول اللّه، ولا باسم اللّه ومحمّدٍ رسول اللّه – بالجرّ – حيث يجب تجريد اسم اللّه سبحانه وتعالى عن اسم غيره في هذا الموطن لقوله تعالى: {وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ} الآية، وقول عبد اللّه بن مسعودٍ رضي الله عنه: جرّدوا التّسمية عند الذّبح، ولأنّ هذا إشراك اسم اللّه عزّ شأنه واسم غيره. ( الموسوعة الفقهية ) .
ژباړه : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نوم ذبح کول حرام دي او د الله او محمد رسول الله په نوم ذبحه کول حرام دي ، ذبح به يوازې د الله تعالی په نوم وي نه دا چې د الله د نوم سره غير الله ذکر شي ، لقوله سبحانه وتعالی : {وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ} ، او قول د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه : په ذبحه کې د الله د نوم سره د غير الله د نوم پيوسته کول شرک دی ځکه دا د الله عز شانه د اسم سره د بل اسم شريکول دي .
د غير الله د ذبحې کولو ډير صورتونه دي :
لکه ساحر او کاهن چې د مريض څخه په خاصو صفاتو څاروی يا کوم مرغه غواړي چې په فلاني رنګ ، فلاني صفت او د فلاني ځای څاروی به وي که څه هم په هغه باندې د الله نوم واخيستل شي دا ذبح د غير الله لپاره شو .
او ځنې کسان ذبح کوي او د څاوري وينې د کور په دروازه او موټر باندې تويوي تر څو مبارک وګرځي ، دا ټول د جاهليت د دور شرکي اعمال دي .
مشرکينو به د پيريانو د نږدېوالی لپاره داسې کول تر څو هغوی ته ضرر ونه رسوي .
مګر که د مېلمستيا لپاره وي باک نلري بيا په دې منع کې نه راځي ، منع دا ده چې د هغه وينه په خاص ځای کې تويوي لکه د کور په دروازه ، د ناوې په موټر وغير د تبرک لپاره دا کار حرام د جاهليت د زمانې ميراث دی .
د غير الله لپاره ذبح مرداره ده :
هر قسم ذبح چې د الله تعالی پرته په هر نامه او مقصد ذبح شوی وي هغه مرداره ده او خوړل يې حرام دي [بدائع الصنائع، للكاساني (۵/۷۵)، وحاشية ابن عابدين (۹/۴۲۸)] .
لقوله سبحانه وتعالی :[وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ] ( الأنعام : ۱۲۱ ) .
ژباړه : او هغه څه مه خورئ په کوم باندې چې د الله تعالی نوم نه وي ياد شوی .
په ذبح کې د غير الله لپاره حصه ورکول :
کچېرې څوک اصلاً د الله تعالی لپاره ذبح کوي د الله نوم ورباندې يادوي مګر مطلب يې دا وي چې خلک يې صفت وکړي نو دا شرک اصغر (رياء ) شو ، او د ريا څخه ځان ساتل پکار دي چې تفصيل يې مخکې تير شو .
آن لاين اسلامي لارښود