د نورو په ګناه کې څه وخت سړی شريک نه بلل کيږي ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته تاسو نه ډیره مننه ډیر په زړه پورې مطالب مو په دی ويبپانه کی راجمع کړی خو زه یوه پختنه لرم هغه دا چی مونږ په یو اطاق کی 7 نفر ژوند کوه او زمونږ بعضی ملگری د روژه ماتی په وخت کی ټي وي کی داهندی اوترکی سریالو ته گوری خو زمونږ زړه نه وی چی ورته وگورو ولی خو غږ یی آورو او کله هم سترگی پری لگیگی مونږ هم دهغوی سره په گناه کی شریک کيږو او که . مننه

محمد امير

ايران – تهران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لاندې صورتونو کې به تاسې په دغه ګناه کې ان شآء الله شريک نه ياست .

۱- دا چې هغوی ته مو په نيکۍ سره امر کړی وي او له دغه ناوړه کار نه مو منع کړي وي ځکه څوک چې د توان او قدرت سره منکر کار نه منع کوي نو که په هغوی باندې عذاب نازليږي دوی به پکې شريک وي په دليل د حديث نمبر ۴۳۳۹ ابوداود .

۲- دا چې تاسې ددې توان ونه لرئ چې بل ځای اطاق ونيسئ او ددې خلکو څخه جلا ووسئ ، ځکه د منکر او نا روا کار څخته کوڅېدل او د هغه ځای ترک کول د الله تعالی په لار کې د هجرت کولو ثواب لري .

۳- دا چې تاسې پر دغه ګناه خفه او نا راضه وئ .

په دليل د دغه حديث شريف :

ذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود 4345 )

ژباړه: کله چې په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او په دې ګناه راضی وي نو هغوی د هغی خلکو په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسی ( د دوی په کناه کې به شريک وي ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً