د شرک څخه پرهيز او وېره کول

په هر مسلمان باندې واجبه ده چې د ټولو ګناهونو څخه چې د الله تعالی د غضب او نا خوښۍ سبب ګرځي ځان وساتي او د ټولو منکراتو او نفسي خواهشاتو پر وړاندې د خپل نفس سره مجاهده وکړي.

په خاصه توګه د شرک څخه ځان ساتل او زيات وېره او خطر احساسول پکار دي ځکه شرک د الله په حق کې ډير ستر ظلم دی ، داسې ګناه ده چې د توبې پرته نه بښل کيږي ، داسې ګناه ده چې ټول نيک او صالح اعمال بربادوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ] (النساء ۴۸ ) .

ژباړه: بې شکه الله پاک يوازې شرک نه بښي او له دې پرته چا ته يې چې خوښه شي هر څه بښي .

او فرمايي : [وَلَوْ أَشْرَكُواْ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ] (الانعام ۸۸ ) .

ژباړ: او که هغوی شرک کړی وای نو ټولې کړنې به يې بابيزه شوی وای .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :من مات وهو يدعو من دون الله نداً دخل النار (البخاري ) .

يعنې : څوک چې مړ شي او هغه د الله تعالی پرته بل څوک بللی وي ( په عبادت کې يې شريک نيولی وي ) ، داخل به شی اور ته .

ابراهيم عليه السلام چې د مشرکانو ټول بتان يې پر خپل لاس نړولي ؤ له شرک څخه وېرېدلی دی او داسې دعا يې کړې ده :

[وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا، وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الْأَصْنَامَ * رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ] (ابراهيم:۳۵-۳۶) .

ژباړه: او (ای محمده !) هغه وخت ياد کړه چې وويل ابراهيم ای زما ربه ! دغه د مکې ښار د امن ځای وګرځوه او ما او زما اولاده له دېنه وژغوره چې د بتانو عبادت وکړو ، ای زما ربه ! دغو بتانو ډير خلک لار ورکې او ګمراه کړي دي . نو چاچې زما مننه وکړه هغه زما د ډلې دي او چا چې زما نه سر غړونه کړې ده نو ده ښه بښونکی او ډير مهربان يې .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرک په باره کې پخپلو امتيانو وېردلی دی او فرمايي :«أخوف ما أخاف عليکم الشرک الأصعر ، فسئل عنه ، فقال : الرياء» (الطبرانی ۴/۲۵۳) .

يعنې : د څه په باره چې زه پر تاسې وېريږم هغه شرک اصغر دی ، په دې باره کې چا پوښتنه وکړه ، ويې فرمايل : رياء .

يعنې زه چې پر تاسې وېرېږم هغه شرک اصغر (رياء ) ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرک نه وروسته د خپل امت په باره کې د دنيا سره د زيات محبت په وجه وېرېدلی دی او داسې يې فرمايلي دي :

«إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ، أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا». (بخارى:۱۳۴۴)

ژباړه: زه به (د قيامت په ورځ) ستاسو نه مخکې وم او پر تاسې به شاهد وم ، په الله تعالی قسم چې همدا اوس خپل حوض (کوثر) وينم .او د ځمکې د ټولو خزانو کليانې ماته راکړ شوی دي ، زما وېره دا نه ده چې زما څخه به وروسته تاسې ټول مشرکان شئ بلکي ددې څخه وېرېږم چې تاسې به د مال په جمع کولو کې يو د بل سره سيالي کوئ .

د رياکارانو په اړه په قرآنکريم کې راغلي دي :

[ يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً] (النسآء :۱۴۲ ) .

ژباړه: دوی د خلکو پر وړاندې ځان ښوودنه کوي او الله نه يادوي خو ډير لږ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً