د دين په ټولو اصولو او اوامرو باندې ايمان

د اسلام پنځه بناوې مو بيان کړې چې عبارت دي له : کلمه شهادت ، لمونځ ، زکات ، روژه او حج .

او د ايمان ارکانو مو هم بيان کړل چې عبارت له : ايمان پر الله تعالی ، ايمان پر ملائکو ، ايمان پر کتابونو ، ايمان پر رسولانو ، ايمان قدر او ايمان په ورځ د آخرت او په بيا ژوندې کېدو .

اوس سوال دا دی چې که څوک د اسلام پنځه بناوي او د ايمان ارکان مني خو د شريعت د نورو احکامو څخه لکه : امر بالمعروف ، نهی عن منکر ، جهاد ، صله رحمۍ ، او همدارنګه د اسلامي شريعت د حرام کړی شويو شيانو لکه : شراب ، زنا ، رشوت ، سود او نور څخه انکار کوي ايا دا کس مسلمان کيدای شي ؟

ځواب : نه

ځکه دا اجمالي ايمان دی چې تر هر رکن لاندې ټول احکام او اوامر شامل دي ، په الله تعالی ، د هغه په رسول او په قرآن باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول اوامر به مني ، ټول قرآن به مني حتی د قرآن د يو آيت څخه ، يوې کلمې او يو حرف څخه انکار کفر دی .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، جهاد او نور په قرآن او سنتو ثابت دي منکر يې کافر دی .

د شرابو ، زنا ، سود ، رشوت او نور حرمت په قرآن او سنتو ثابت دي د حرمت څخه منکر يې کافر دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً