کرامت يوخارق العاده يا د انسان له عاداتو خارج کار دی چې د يو پرهيزکاره شخص چې په قرآن او سنتو پوره برابر وي صادر شي .
کرامت د ولې په اختيار کې نه دي او نه داسې دعوه کولای شي چې زه داسې خارق العاده کار کولای شم (النبراس شرح العقايد ص ۵۵).
او که څوک ظاهراً ځان تقوی داره بولې ولې په اصل کې يو فاسق او فاجر وي کوم د عادت خلاف کار ورڅخه خارج شي نو هغه ته کرامت نشو ويلاې بلکي استدراج ،جوګ او طلسم به وي .
شرح فقه اکبر ليکي :
د انياؤ عليه السلام معجزات او د اولياء کرامات حق دي په قرآن او سنتو ثابت دي ، مخالفت کوونکي يې يوازې معتزله او اهل بدعت دي او شعيه چې کوم دي هغوی کرامت يوازې د دوی د امامانو لپاره خاص ګڼې او بس .
کرامت يو عارق عادت کار چې د الله سبحانه وتعالی په حکم د نيک بنده څخه د هغه د عزت او کرامت په خاطر صادريږي .
لکه په قرآنکريم کې چې د بې بې مريم کرامت ته داسې اشاره شوې ده :
[وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقاً قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَـذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ إنَّ اللّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ] ( آل عمران :۳۷ ) .
ژباړه :او زکريا پالنه وکړه. کله چې زکريا د مريم خونې ته ورغی نو خوراک به يې ورسره مينده کړ ورته ويې ويل : ای مريم ! دا خوراک له کومه شو ؟ مريم وويل : دا د الله له لورې دی بې شکه چې د الله پاک چا ته خوښه شي نو بې حسابه رزق ورکوي .
همدارنګه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه څخه روايت نقل شوی دی چې هغه د منبر څخه د خپل ليږل شوې فوځ مشر ته نارې کړې : يا سارية الجبل الجبل .
د ليږل شوي فوځ مشر ساريه ته يې حکم وکړ چې غره ته پورته شي ځکه چې د غره د شاه څخه دوښمن پرې را روان وو .
شرح فقه اکبر / ملا علي قاري ص- ۲۳۷ ) .
آن لاين اسلامي لارښود