د توني بلر د ښځې خور مسلمانه شوه .

د اخبارجهار اسلام د راپور او د المفکرة اسلام په حواله : لورين بټ د بريتانيا د پخواني لومړي وزير د ښځې خور د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه ، هغې وويل اوس هره ورځ پنځه وخته لمونځ کوم او حجاب اغوندم .
دا په داسې حال کې صورت نيسي چه وروسته تر هغه چه د کليسا د مسئولينو اخلاقی سوايي افشاء شوه نو په عرب کې سياسي او اجتماعي شخصيتونو د اسلام خواته مخ کړي ده .د ديلی ميل ورځپاڼه د بوټ له خولې ليکي : ۴۲ کلنه بوټ په لندن کې د ايران د پرس تلويزيون د انګلسي ژبې خبرياله وايي : زه اوس حجاب اغوندم او پنځه وخته لمونځ کوم ، د خوګ غوښه نه خورم او ډیر وخت کيږي چه شراب مې نه دی خوړلي .
د راديکال ترکي خبرپاڼه د نوموړې په وينا ليکي : زه نور د خوګ غوښه نه خورم ،او هره ورځ قرآنکريم وايم او نور شراب په خوله هم را نه وړم ما به مخکې هر ورځ يو يا دوه ګلاسه شراب خوړل مګر اوس چه ۴۵ ورځې (له کله نه چه زه مسلمانه شوی يم ) راهسې مې شراب په ژبه هم نه دي څکلي او نور به شراب بالکل ونه خورم .
بوټ تينګار وکړ چه زه دې ته حاضره يم چه په فلسطين کې کار وکړم ،هغه هميشه د اسلام په اړه د ښه نظر لرونکي وه .
هغې زياته کړه : کوم تغيرات چه په ما کې مينځه ته راغلی زه هيله منه يم تر څو هغه تغيرات د تونی بلر په افکارو کې هم راشي .
دغه ترکي ورځپاڼه ليکي : بوټ د عرق د جنګ مخالفه وه او ۲۰۰۸ کال کې د غزې د ظالمانه محاصري په خلاصولو کې دا شامله وه .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. الله اکبر الله اکبر . داسلام لارښود ګرانو کارکونکو خدای پاک مو په دنیا او خرت کامیابه لره زما ایملونه درسره وساتی shahabuddin_tarakhil@yahoo.comچی دازه ډیر کاروم اوبل نوی ایمل ادرس می ده هیله ده چی ماسره همیشه په دغه ادرسونو تماس ونیسی پخوانی ایمل می تړل شوی دی مننه تره خیل
    ss.tarakhil@gmail.com

  2. دا د خوشحالى ځاى ده چې د اسلام حقيقت دغې خور ته څرګند شو او مسلمانه شوه، خداى دې توفيق وركړي چې تل په خپلو كارونو كې موفقه اووسې، او د دې په شان نورې خويندې هم د اسلام د دين منلو ته وهڅوي.
    په درناوي
    نجيب شيدا

  3. محب الله عابد

    سبحان الله خدایه (ج) شکر چه هره ورځ داسلام په مبارک دین باندی په زیات شمیر خلک مسلمان کیږی داډیر دشکر ځای دی اومونږ باید نورهم داسی په اسلام کلک شوچه نوردنړی کافران هم زمونږ داسلامی اخلاقوته وګوری اوپه اسلام مشرف شی دستاسی ددی سایت ټولو کارکوونکوته زه دزړه له کوم سلامونه کوم اوډیر خوشحاله یم چه تاسی داسی یو ښکلی سایت جوړکړی دی چه واقعآ یو ښکلی موضوعګانی پکی څیړل کیږی وسلام