د يو ملحد سره د امام ابوحنيفه رحمه الله مناظره

امام ابی حنيفه رحمه الله د يو ملحد سره چې د الله سبحانه وتعالی د خلقت څخه انکار کړی وو او په ماده يې ايمان لرلو داسې مناظره کړې ده :

ملحد د ابو حنيفه رحمه الله څخه د الله تعالی د وجود او خلقت دليل و غوښتلو ، ابو حنيفه ملحد ته وويل : مخکې له دې چې مسئلې ته ور داخل شو ته ما ته ووايه چې :

يو کښتۍ ( چې د هغې تختې خود به خود له ونو څخه جلا کيږي او پخپله کښتۍ ورڅخه جوړيږي او بيا خپله باريږي ) په وسائلو بار بېړۍ پرته د بېړۍ چلوونکی د درياب په سختو موجونو کې حرکت کوي او په سمه توګه خپل مقصد ته رسيږي ( او پخپله خالي کيږي او بيرته ځي ) .

د الله تعالی د وجود منکر (ملحد) وويل : داسې کېدل نا ممکن دي او دا هيڅ عاقل نشي منلای ، ابو حنيفه وويل : افسوس ستا په حال ، ته چې دا مني چې يو کوچنۍ کښتۍ د کښتۍ چلوونکې پرته حرکت نشي کولای نو څنګه د ځمکې او آسمانونو موجودات چې د حکمت څخه ډک دي پيدا کوونکی او اداره کوونکی نلري ؟ ايا ددې ستر جهان موجوديت د الله تعالی پرته څنګه ممکن وي ؟

ملحد سکوت او بې ځوابه شو ، حق ته تسليم شو او د امام په وسيله يې ايمان راوړ .

(اصول الدين عند ابی حنيفه ، مناقب ابی حنيفه للمکي ، شرح العقيده الطحاویة ) .

په مناقبو د ابو حنيفه رحمه الله کې راغلي :

د امام ابوحنيفه څخه چا پوښتنه وکړه چې د الله تعالی د پيدايښت دليل څه دی ؟ وويل : د الله تعالی د پيدايښت تر ټولو حيرانوونکی دليل نطفه ده ، د مور په رحم کې جنين چې الله تعالی د مور د خيټې په تياره کې او بيا د رحم په پرته او تياره کې طفل پيدا کوي ، وينو چې مور کله هلک ، کله جنۍ ، کله يو ، کله دوه او دری زږوي ، کله غواړي چې طفل وزږوي مګر نه پيدا کيږي او کله غواړي چې اولاد ونه زږوي نو زږيږي ، کله غواړي چې هلک دې وي خو جنۍ شي او کله غواړي چې جنۍ شي خو هلک شي ، نو الله تعالی د هغه د مور او پلار د غوښتنې خلاف پيدا کول کوي ، نو الله سبحانه وتعالی د ټول مخلوق پيدا کوونکی دی (العقیان فی مناقب أبی حنیفه النعمان)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً