د اسلام پنځه ارکان (بناوې)

د اسلام معنی :

د اسلام په لغت کې د الله تعالی اوامرو ته تسليم او غاړه اېښودلو ته وايي ، په اصطلاح کې په كلكه كواهي كول چې د الله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله علپه وسلم د الله تعالى استاذی او پيغمبر دی داسې كواهي چي په زړه باور او تصديق او په ژبه اقرار، او په اندامونو ددي كواهي په مقتضى عمل وكړي ( صالح اعمال تر سره کړي ).

د اسلام پنځه ارکان (بناوې ) :

«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لا إله إلا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ». [متفق عليه]

ژباړه: «د اسلام دین په پنځه بنسټونو باندي جوړ او ولاړ دی:

لمړې: ددې خبرې ګواهي کول چه د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق بل هیڅ څوک نشته مګر  یواځې الله جل جلاله دی، او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی ریښتینی پیغمبر او استاذی دی.

دوهم: په شپه او ورځ کښې پنځه وخته لمونځ کول (پوره له ټولو حقوقو ) .

دریم: د خپل مال زکات ورکول.

څلورم: د بیت الله شریف حج کول.

پنځم: د رمضان د مبارکی میاشتې روژه نیول.

نو په اسلام کښې لمړنی فرض دا دی چه تر هر څه د مخه د لمړني بنسټ معنی او احکام زده کړل شي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  چه کله معاذ بن جبل رضی الله عنه  یمن ته د یو داعي ، بلونکي او ښوونکي په صفت لیږلو نو ورته یې وفرمايل: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ… الحديث». [متفق علیه]

ژباړه:يقيناً ته داسې خلکو ته ورتلونکی یې چه هغوی اهل کتاب دي، نو لومړی یې باید ددې خبرې منلو ته راوبلې چه: نشته وړ، لایق او مستحق دعبادت او بندګۍ مګر یواځې یو الله جلّ جلاله دی، او زه- یعنی: محمد صلی الله عليه وسلم – د الله تعالی ريښتينی پیغمبر او استاذی یم، که هغوي درسره دا خبره ومنله، نو بیا ورته وښایه چه الله جل جلاله پر دوی په هره شپه ورځ کښی پنځه لمونځونه فرض کړي دي …. الحديث .

زمونږ د بحث موضوع لومړی رکن دی (اسلامي عقيده) چې توحيد او رسالت دی همدا موضوع تر بحث لاندې نيول شوې ده.

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً