د علم عقيدې نور نمونه

علم عقائد يا عقېده ته «فقه أکبر» هم وايي چې په دې باره کې امام ابی جنيفه رحمه الله د فقه اکبر په نوم کتاب ليکلی دی ، او دا کتاب په عقېده کې د تابعينو د دور لومړی ليکل شوی کتاب دی .

علم عقائد يا عقېده ، د علم عقېده په نوم ياديږي چې په دې باره کې حنفي عالم امام طحاوي رحمه الله د «العقيدة الطحاوية» په نوم کتاب ليکلی دی .

علم عقائد ته علم السنه هم وايي چې په دې باره کې امام احمد رحمه الله د «علم السنة » په نوم کتاب ليکلی دی او همدارنګه دې علم ته علم توحيد هم وايي چې په دې باره کې امام ابن خزيمه رحمه الله د «التوحيد» په نوم کتاب ليکلی دی او همدارنګه دې علم ته علم ايمان هم وايي چې په دې باره کې ابن ابی شبه او عبيد القاسمی بن سلام رحمه الله د «علم الايمان » په نوم کتاب ليکلی دی .

او همدارنګه دا علم د علم شريعت او علم اصول الدين په نوم هم ياديږي چې په دې باره کې هم کتابونه ليکل شوی دي .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً