د ځوانانو لپاره په غاړه ځنځير اچول څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمة الله. محترمو یو پوشتنه لرم .چی د نارینه لپاره ځنځر په غاړه کی اچول جائز دی کنه ؟او  چی په هغه کی د الله(جل جلاله) او یا د محمد صلی الله عليه وسلم نوم ليکل شوی وي .

عبدالسلام حنفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول صورت : په غاړه يا لاس کې د ځنځير ، يا حلقي يا مريو اچول په دې نيت چې هغه مؤثر بالذات دي يعنې ضرر او بلا دفع کوي نو دا عمل شرک دی .

دوهم صورت :

په غاړه يا لاس کې د ځنځير اچول که د کفارو د تقليد په نيت وي لکه : سکان چې په لاس کې ځنځير اچوي او دا د هغوی مذهبي عنعنه ده نو دا کار د کفارو سره مشابهت دی .

په حديث شريف کې راغلي : «من تشبه بقوم فهو منهم » (رواه احمد ) .

(شرح فقه اکبر / ملا علي قاري ص ۴۹۶ ) .

يعنې : څوک چې د کوم قوم سره ځان مشابه کوي پس له هغوی نه دی له هغوی سره به شميرلی شي .

او که په دې عقېده نه وي د جمال او زينت لپاره وي بيا هم په منع شوي مشابهت کې راځي .

لا يعتقد فيها هذا الاعتقاد، وإنما يفعلها تشبها، للزينة مثلا والجمال فتدخل في باب التشبه المنهي عنه (دوکتور سهل عتيبي – اکاديمية الاسلامية ) .

په سنتو کې په دې باره کې لاندې روايات ذکر شوي دي :

عن عمران بن حصين: أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – رأى رجلاً في يده حلقة من صُفْر، فقال: “ما هذه؟” قال: مِن الواهِنة. فقال: “انزعها فإنها لا تزيدك إلا وهْناً، فإنك لو مت وهي عليك ما أفلحت أبداً( رواه أحمد ، ابن ماجه و ابن حبان ).

ژباړه : د عمران بن حصين نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس وليد چې حلقه يې په لاس کې وه ( داسې حلقه چې په يوه شي احاطه شوې وه) ، ویې فرمايل : دا څه دی ؟ هغه وويل : واهنه مرض دی ( د لاس د مفصل روماتيزم) ، ويې فرمايل : دا لرې کړه ځکه دا نه زياتوي مګر ضعف او مرض ، پس کچېرې ته مړ شي او دا دې په لاس وي نو هيڅکله به کامياب نشي .

روى ابن أبي حاتم عن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه، أنه رأى رجلا في يده خيط من الحمى، يعني وضع هذا الخيط يزعم أنه ينفع في دفع الحمى أو رفعها، وهو المرض المعروف، فقطعه حذيفة، وهذا بحسب الحال، أن الإنسان ينكر المنكر بيده إذا كان له الصلاحية (المخلص في کتاب شرح التوحيد ) .

ابن ابی حاتم له خذيفه بن يمان رضی الله عنه نه روايت کوي چې : هغه يو سړی وليد چې په لاس کې يې د يو مرض د دفع لپاره بند او حلقه وه ، چې هغه کس په دې نظر وو چې دا ددې مرض دفع کوونکی دی ، نو خذيفه رضی الله عنه هغه ورباندې قطع کړ ، دا په دې وجه چې څوک په منکر باندې د منع کولو توان ولري نو هغه دې په لاس سره منع کړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً