آيا د واده بخت بنديږي ؟

اسلام علیکم
د سلام څخه ورسته یوي پوښتنه لرم
محترمه که د یو ځوان واده بند وي او غواړي پوه سی چي چا خو به بخت ورته بند کړي نه وي ایا صحیح ده که غلطه او که صحیح وي نو څه په کار ده
وسلام ستاسو د لارښوني په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

دا چې بنده به پر الله تعالی نيک ګمان ساتي ، دا که د چا په واده کې ځنډ راځي او ظاهراً یې بد ګڼې په دې کې به د ده لپاره خير وي ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ] (البقرة/۲۱۶).

ژباړه : او ښايي چه بد ګڼې تاسې يو شی حال دا چې هغه تاسې خير او غوره وي او ښايي چې يو شی تاسې ښه وګڼئ خو هغه به تاسې ته ډير بد وي او الله عالم دی (په خير ستاسې ) او تاسې نه پوهيږئ .

او د مؤمن بنده په نعمت او مصبت کې دواړو کې خير وي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

وَعَنْ أبي يَحْيَى صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: قَالَ رَسُولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «عَجَباً لأمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْر، وَلَيْسَ ذَلِكَ لأِحَدٍ إِلاَّ للْمُؤْمِن: إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْراً لَه، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خيْراً لَهُ »رواه مسلم.

له ابو یحي صهیب بن سنان رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د مؤمن هر کارعجیبه دي، هر حال کې ده ته خیر دي، او دا حالت غیر له مؤمن نه بل چا ته ممکن نه دي، که چیرې ده ته فراخي او اساني رسیږي دي شکر کوي د ده لپاره خیر دي، او که ده ته سختي او تکالیف رسیږي او صبر کوي هم د ده لپاره خیر دي.

یعنې د مؤمن عجیبه حالت چې په هر حال کې ده ته اجر او ثواب شته که ده ته نعمتونه مخه کوي د الله جل جلاله شکر او حمد کوي ده ته اجر شته او همدارنګه که په ده باندې تکالیف او سختي راځي او دي صبر کوي په دې کې هم ده ته الله جل جلاله اجر او بدله ورکوي.

دوهم :

بخت نصيب او برخې ته وايي .

دا چې تاسې اشاره کړې ده چې د کوم ځوان واده بنده وي ….

اول دا چې مخکې مو وويل چې اصلاً دا بندښت نه دی بلکي په دې کې به مو خير وي .

دوهم دا چې که اشاره مو سحر ته وي ، سحر شته او د واده د ځنډ سحر هم شته چې [سحر تعطيل الزواج] ورته وايي .

سحر خبيث عمل دی چې خبيثو انسي او جيني شيطانانو لخوا کارول کيږي .

علاج يې قرآني آيتونه او شرعي اذکار دي چې په لاندې لينک کې بيان شوی دي:

https://dawat610.com/archives/11175

مګر په هيڅ صورت کې مسلمان ته جايز نه ده چې ساحر او کاهن او فال بين ته ورشي داسې کسانو ته ورتګ لويه ګناه او د هغو په غيبو باندې ايمان کفر دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  (مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً)

((ژباړه:څوک چه عرافی (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).  (رواه المسلم ) .

«مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»[2]
ژباړه:هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی اود هغه خبري رښتيا وګڼی داکس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوي .

لکن اکثراً وخت سحر نه وي هسې شيطاني وسواس وي ، لکه مخکې مو چې وويل په هر څه کې د الله تعالی حکمت وي بنده پخپل خير او شر نه پوهيږي .

او تا ته مو نصيحت دا دی چې ازدواج او د هغه د خير دعا کوئ .

الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً