په نا معلوم شرط طلاق واقع کيږي او که نه ؟

ترټولو لمړی اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته: محترمو پوښتنه می په دی ډول مطرح کوم : زید همیشه و عابد ته نقدی پسی ورکولی چی د زید لپاره ځینی شیان رانیسی. ډیره موده وروسته یووخت ناڅاپی عابد د قهر اوغصی پرمهال زید ته دا الفاظ تکراروی چی: (پرمادی طلاقه وی که ما ستا په پیسو خپل ځان ته بایسکل رانیولی وی). لیکن اوس له عابد سره شبهه پیداده چی ښایی ده د بایسکل د رانیولو پرمهال د زید له پیسیو څخه یو څه پیسی پکښی ورکړی وی. اوس نو که عابد وخپل ځان ته د بایسکل په رانیولوکی د زید له پیسو څخه یوڅه مصرف کړی وی د طلاق حکم یی څرنګه دی او که یی نوموړی مبیعه په بشپړه توګه د زید په پیسو رانیولی وی د طلاق څه حمکم دی، که طلاق واقع وی نوکوم ډول صلاق دی او د عابد لپاره څه کول په کاری دی. ډیره مننه.
سيد احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
شرط خو همدا بايسکل ته پيسې ورکول دي کچېرې نيت د ښځې طلاق وي ځکه په سوال راغلی پر ما د طلاق وي .
په هر صورت په شک کولو سره طلاق نه واقع کيږي ځکه چې نکاح په يقين سره ثابته ده .
فمن شك في طلاقه، هل طلق أو لا، لم تطلق امرأته؛ لأن النكاح كان ثابتاً بيقين، ووقع الشك في زواله بالطلاق، فلا يحكم بزواله بالشك، كحياة المفقود، إنها لما كانت ثابتة، ووقع الشك في زوالها، لا يحكم بزوالها بالشك، والحاصل: أن النكاح ثابت بيقين فلا يزول بشك.
وإن شك في وجود الشرط الذي علق عليه الطلاق، مثل: أنت طالق إن فعلت كذا، أو أنت طالق إن لم أفعل كذا اليوم، فمضى اليوم وشك في فعله، لم تطلق؛ لأن النكاح ثابت بيقين، فلا يزول بالشك. (فقه الاسلامي وادله – بدائع ۳/۱۶۵ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً