د سپيو جنګول ( سګ جنګي ) څه حکم لري ؟

ترهرڅه مخکی زیات سلامونه او نیکی هیلی محترمو استادانو ته وړاندې کوم.
محترما څرنګه چې تاسو ته معلومه په ځینو ځایو کې زیات داسې کارونه شته چی د زیاتو خلګو له لورې په ډلیزه توګه ترسره کیږي له یو خوا امکان لري ځینې له دغو کارونو زیاته ګناه هم ولري خو د خلګو په مینځ کی عادي شوي او کناه هم نه ورته وایي لکه د کورنیو حیوانات زرکه ، سپی ، کرک ، چرګ او داسې نور د خلګو لخوا په کورنو کی ساتل کیږي او جنګول کیږي. پوښتنه می دا ده چې دا څه حکم لری؟ یعنی جنګول یی چې په ځینو حالاتو کې ورباندې پیسی هم اږدي یعنې که دی زرک مات شو نو ماته به دونه روپۍ راکوې. مخکې مضمون چې تاسې د کورنیو حیواناتو د ساتلو په هکله خپور کړی وو هغه مې لیدلی خو دلته د حیواناتو د جنګ او د هغو په سر د پیسو ایښودل دي که چېرې په تفصیل سره ځواب راته را کړئ ځکه چې غواړم چې ددې کار په ضد کلکه ملا وتړم خو مخکې زه باید مکمل معلومات په دې هکله ولرم.
زیاته مننه: انجنیر فضل الرحمن له ارزګان ولایت  ترینکوټ ښارنه

———————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلام مقدس دين پر حيواناتو باندې د رحم کولو ډير تينګار کړی ، پر حيواناتو باندې رحم کول الله (جل جلا له) ته خوښ عمل دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي «بَيْنَا رَجُلٌ يَمْشِي فَاشْتَدَّ عَلَيْهِ الْعَطَشُ فَنَزَلَ بِئْرًا فَشَرِبَ مِنْهَا، ثُمَّ خَرَجَ فَإِذَا هُوَ بِكَلْبٍ يَلْهَثُ يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ، فَقَالَ: لَقَدْ بَلَغَ هَذَا مِثْلُ الَّذِي بَلَغَ بِي، فَمَلأَ خُفَّهُ، ثُمَّ أَمْسَكَهُ بِفِيهِ، ثُمَّ رَقِيَ، فَسَقَى الْكَلْبَ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ، فَغَفَرَ لَهُ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَإِنَّ لَنَا فِي الْبَهَائِمِ أَجْرًا؟ قَالَ: «فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أَجْرٌ».(بخارى:۲۳۶۳)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : يو ورځ يو کس مېزل کولو او هغه ( د مېزل په وخت کې ) سخت تږی شو ، يوې کوهي ته ورکښته شو او له هغه څخه يې اوبه وڅښلې او بهر شو ، نا ببره يې يو سپی وليد چې د سختې تندې له امله يې خپله ژبه ايستلي ده او خاورې خوري . ( له ځانه سره يې ) وويل : دا سپی هم داسې تږی دی لکه زه چې تږی وم ( دوباره چاه ته ور کښته شو ) ، خپله موزه يې له اوبو ډکه کړه هغه يې په خوله کې و نيوه او له چاه څخه پورته شو او سپي ته يې اوبه ورکړي .

الله (جل جلا له) له هغه څخه راضي شو او د هغه ګناهونه يې و بخښل . صحابوو وويل : ای رسول الله ! الله (جل جلا له ) مونږ ته د حيواناتو سره د نيکی په کولو سره هم اجر را کوي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :« د هر ذی روح سره نيکي کول ثواب لري» .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً