اوزلوبه (بزکشي) څه حکم لري ؟

زمونږ په هيواد افغانستان کې يو بل ناوړه او غير اسلامي دود د بزکشی لوبه ده چې دغه لوبه اکثراً په ژمي کې د افغانستان په ځنو  ولاياتو کې تر سره کيږي ، د دغه لوبې لپاره د سېمې شتمن خلک ښه چټک او مزې آسونه ساتي او هر يو د خپل آس لپاره يو آس ځغلونکی ساتلی وي چې په دری کې ورته چاپ انداز وايي ، د آس خاوند دغه چاپ انداز ته معاش مقرر کړی وي او د هغه وظيفه يوازې د آس سانته او پالل او بيا په بزکشی کې د آس ځغلول وي  .

کله چې د بزکشی وخت راشي نو هر څوک خپل آس د بزکشی ميدان ته راولي ، دې دغه لوبې لپاره لومړی يو خوسکی ذبحه کوي هغه په ميدان کې اچوي ، چاپ اندازان په ډيره چټکی آسونه د خوسکی طرف ځغلوي او هر يو د خوسکی پورته کولو کوښښ کوي .

د بزکشی دغه پورتنې شکل کوم چې اوس رواج لري حرام عمل دی او داسې يو جاهلي عمل دی چې نه شرعي مشروعيت او نه هم کومه مشروع ګټه لري او په لاندې علتونو حرام بلل کيږي :

۱- په دې لوبه کې د قمار معامله ده ځکه د لوبې ګټلو د پاره انعام ټاکل شوی وي : معاصر فقيه علامه زحيلي ليکي: «‌و يحرم بالاتفاق‌ كل لعب فيه قمار… و ما خلا القمار و هو اللعب الذي لا عوض فيه في الجانبين و لا من احدهما فمنه ما هو حرام و منه ما هو مباح‌، لكن لايخلوكل لهو غير نافع عن الكراهة لما فيه من تضييع الوقت و الاشتغال عن ذكرالله و عن الصلوة و عن‌كل نافع مفيد»‌.(الفقه الاسلامي:۳/۵۶۱).

همدارنګه مولانا محمد شفيع صاحب په جواهر الفقه کې د آسونو د لوبې ، د سپو جنګول ، جرګانو جنګول او نورو د قمار شکلونو او معاملو پوره وضاحت کړی دی او دغه د ابن کثير قول يې نقل کړی دی :

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )

يعنی : هر هغه څيز چه په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دي چه حتی د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواري ده .

۲- دا چې د آسونو خاوندان دومره لوی لګښت د جهاد د تياري لپاره نه بلکي د يوه بې ګټې او ناروا کار د پاره تر سره کوي .

۳- دا چې د بزکشی لومړی مبتدع چنګيزخان دی هغه دغه ناروا عمل په ۷۱۲هجري کې د لومړی ځل لپاره په اسلامي هيوادونو کې رواج کړ چې پر دغو هيوادونو يې وحشانه يرغل وکړ او د يرغل په جريان کې يې ډير بې کاره او جاهلي رواجونه پرې ښودل .

۳- دا چې پر کوم خوسکی چې دوی لوبې کوي هغه الله تعالی د دوی ددې ډول هوس لپاره نه دی پيدا کړی ، بلکي الله تعالی د يوې معقلې ګټې اخيستنې د پاره پيدا کړی دی نه دا چې لوبې پرې وکړي او هغه په ظالمانه توګه داسې دانګ دانګ او خاورو کې ولوغړوي چې انسان لا څه کوي چې د حيوان له خواراک څخه هم ووځي .

۴- دغه لوبه دومره وحشي لوبه ده چې چاپ اندازان د خپلې تنخوا ، انعام او د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو پخاطر يو د بل پښې او لاسونه ماتوي ځنې وختونه مرګ هم مينځ راځي او هيڅ پروا هم نه پرې کوي نه کسات شته او نه هم ديت ځکه چې په لوبه کې وژل شوی دی صرف واريثانو ته يې يو څه اندازه پيسی ورکول کيږي او بس .

پنځم : په بزکشی کې د ټولو څخه لوی جنايت دا دی چې د بزکشی لوبه اکثراً د ماسپښين څخه وروسته پيليږي د بزکشی لپاره جمع شوی سيل کوونکي خلک تر ماښام پورې سيل کوي او اکثريت د دوی لمونځ نه ادا کوي بلکي ډير کم د دوی لمونځ ادا کوي او دا هغه جنايت دی چې ددې په وسيله خلک د الله تعالی د ذکر او فريضې څخه عافله کيږي او بلاخره په سلګونو خلک د لوی جرم مرتکب ګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

 «‌كل شي‌ء ليس من ذكرالله فهو لغو و سهو الا اربع خصال‌: مشي الرجل بين الغرضين و تأديب فرسه‌، و ملاعبته اهله‌، و تعليم السباحة‌ (أخرجه النسائي ).

يعنې : ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول د جهاد پاره، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .

نو ثابته شوه چې د بزکشی لوبه د اسلام خلاف ظالمانه او جاهلانه لوبه ده چې د مسلمان له شانه سره بالکل نه ښايي .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً