د جناب نبي کريم صلی الله صلی الله عليه وسلم د جوړجاړی يو نمونه

ام سلمه رضی الله عنها وايي: دوه کسان د خپلې دعوې د حل د پاره رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغلل د څه ارث په باره کې چې زاړه شوي او تير وخته شوی وو او د دوی هيڅ کوم هم شاهد نه لرلو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې خپلې دعوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پيش کوئ او زه د نورو په شان بشر يم ، کيدای شي ځنې د تاسې د ليل او حجت په بيانولو کې نظر جانب مقابل ته بليغ وي ، زه هم ستاسې په منيځ د اوريدلو له مخې دعوه حل کوم ، پس که له تاسې څخه چا د ليل د قوت په وجه د بل په مال باندې په ناحقه قبضه وکړه او د هغه په ګټه حکم ورکړ شو هغه به د خپل مسلمان ورور حق نه خوري ځکه ما چې د دعوي پر اساس هغه ورکړل هغه په اصل کې د هغه حق نه دی په اصل کې مې هغه ته د دوزخ يوه ټوټه ورکړی ده ، چې د قيامت په ورځ به د اور د حلقې په شان د هغه په غاړه کې ځړول کيږي ددې بيان په وجه هغوی دواړو وژړل او هر يو ويل زه مې خپل مسلمان ورور ته تر خپل حق تير يم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې اوس داسې وايئ لاړ شئ هغه تقسيم کړئ او د حق لاره ونيسئ او هغه د بچه اچونې له مخې تقسيم کړئ . (روا  احمد  او  ابوداود  او  ابن  ماجه ) نقل من فقه السنه .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً