صلح

صلح په لغت کې جوړې اوسازش ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې يو عقد او تعهد دی چې د هغه په وسيله د طرفينو په مينځ کې د خصومت ،جنجال او دوښمنۍ مخ نيول کيږي . د صلح په کولو سره يو طرف د دوښمنۍ او جنجال د قطعې په خاطر تر خپل حق يا څه حصې د خپل حق څخه مقابل طرف ته ورتريږي ( د الله جل جلا له  د رضا او خوښۍ د پاره ) .

نو صلح د طرفينو د شخړې ، جنګ جګړې او اختلافات مخ نوی کول او هغوی راضي کول بغير له الزام څخه ( يو نصيحت او خيرخواه حرکت بلل کيږي ) .

د صلحې جايزوالی :

اسلامي شريعت د مسلمانانو تر مينځ د شخړې د حل د دوښمنۍ له مينځه وړلو لپاره صلح جايز ګرځولې ده

قوله تعالی : ( والصلح خير ) النساء/128  يعنې : صلح او جوړه کول غوره دي .

او فرمايي: فاتقوا الله وأصلحوا ذات بينكم ( الأنفال/۱)

 يعنې : له الله (جل جلا له) څخه ووېريږئ او خپلمنځي اړيکی سمې کړۍ ( د خپلمنځې شخړې په صلح کولو لرې کړئ ) .

قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د مسلمانانو په مينځ روغه جوړه جايز ده په شرط ددې چې حرام حلال او حلال حرام نه کړي .

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ: أَنَّ أَهْلَ قُبَاءٍ اقْتَتَلُوا حَتَّى تَرَامَوْا بِالْحِجَارَةِ، فَأُخْبِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم  بِذَلِكَ، فَقَالَ: «اذْهَبُوا بِنَا نُصْلِحُ بَيْنَهُمْ». (بخارى:۲۶۹۳).

ژباړه : سهل بن سعد رضی الله عنه  وايي : د قبا اوسيدونکي په خپل مينځ کې په جنګ شول داسې چې يو د بل په طرف يې ډبرې ويشتې کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر شو ويي فرمايل : ځئ چې لاړ شو د هغوی صلح وکړو .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً