اوښ څنګه ذبح کيږي ؟

اوښ څنګه ذبح کيږي ؟
سادات – کابل
 ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم
اوښ په ولاړه ذبح کيږي :
قوله تعالی : فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ (الحج 36)
پس په هغه د خدای نوم ياد کړئ په داسې حال کې چه ولاړ وي .
وعن انس رضی الله عنه …….. وَنَحَرَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم بَدَنَاتٍ بِيَدِهِ قِيَامًا، وَذَبَحَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم بِالْمَدِينَةِ كَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ. (بخارى:1551)
او د اختر په ورځ نبی صلی الله عليه وسلم څو اوښان په ولاړه ذبحه کړل او راوي وايي : يوځل نبی صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره کې دوه سپين پسونه ذبحه کړل .
وَعَنْهُ  أَنَّهُ رَأَى رَجُلاً قَدْ أَنَاخَ بَدَنَتَهُ يَنْحَرُهَا، قَالَ: ابْعَثْهَا قِيَامًا مُقَيَّدَةً سُنَّةَ مُحَمَّدٍ صلی الله عليه وسلم . (بخارى:1713)
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه يو سړی وليد چه د قربانۍ اوښ يې څملوی تر څو ذبح يې کړي عبدالله هغه ته وويل : اوښ په ولاړه داسې چه پښې يې تړل شوی وي د محمد صلی الله عليه وسلم د سنتو موافق ذبح کړه .
 
مګر د نورو څارويو لکه غويې ،پسه وغيره د ذبح کولو د پاره مستحبه طريقه داده چې په سيده طرف څملول شي او مخ يې قبلې طرف ته شي د الله جل جلاله د نام په يادولو سره په ښه تيزه چاړه (تر څو حيوان ته تکليف ونه رسي ) ذبح کړ شي .
په دليل د دغه حديث شريف : أنس رضي الله عنه قال: (ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا) [رواه البخاري ومسلم] .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email