په مالګينو يا ترشو اوبو غسل کيږي ؟

اسلام و علیکم
زه یو پوشتنه لرم. ایا غسل په مالګينو او ترېوو او ترشو اوبو باندی کيږي ؟.او بله پوشتنه د غسل طريقه

شفیق الله د ننگرهار څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد کچېرې په اوبو کې پاک څيز لکه خاوره او يا مالګه کډ شي مګر په شرط ددې چې په اوبو باندې غالب نه وي که د اوبه کوم صفت (رنګ ، خوند ، بوی ) تغير هم شي ، طهارت ورباندې جايز دی .

تجوز الطهارة بماء خالطه شيء جامد طاهر، ما لم يكن التغير عن طبخ، فغير أحد أوصافه أو أوصافه كلها، كماء السيل الذي يختلط بالتراب والأوراق والأشجار، وبقيت رقته غالبة، فإن صار الطين غالباً لا تجوز الطهارة به.

فقه الاسلامي وادله ، فتح القدير: 48/1، اللباب شرح الكتاب: 26/1. مراقي الفلاح: ص3.

مګر ځينې حنفي فقهاء په دې نظر دی کچېرې په اوبو کې معدني مالګه کډه وي يعني په طبعي توګه مالګينې وي په هغه باندې طهارت (اودس او غسل ) جايز دی مګر که د مالګې اوبه وي په هغه باندې طهارت جايز نه دی ځکه دا بيا د اوبو څخه پرته بل جنس دی .

فالحنفية يجوزن الطهارة بماء وقع فيه ملح بسبب الأرض ونحوها، ولا يجوزن الطهارة بماء الملح؛ لأنهم يرونه جنسًا آخر غير الماء. انظر تبيين الحقائق (1/19)، درر الحكام شرح غرر الأحكام (1/21)،

د غسل د طرېقې بيان دلته ولولئ :

غسل

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً