د خپل ځان سره محاسبه وکړئ

هر انسان ته پکار دې چې د خپلو اعمالو محاسبه وکړي او دا سوچ وکړي چې ما په تیر وخت کې څه کړي او د راتلونکي لپاره څه پلان او نیت لري، که موږ مسلمانان دا کار وکړو نو زموږ په ژوند کې به ډیر ژور بدلونونه راشي او دا به زموږ د دنیا او آخرت په ګټه وي. که د نړۍ قومونه ځان لپاره پلان جوړوي او د منجمنټ د اصولو مطابق ژوند کول او غواړي هغه ژوند ته د بریالیتوب عمل وایي، خو موږ او تاسو ته دا کړنلارې او ښودنه د الله تعالی په کلام او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې لا ډیر پخوا بیان شویدي. هر انسان ته پکار دي چې هره ورځ او هره شپه د خپل ځان، اولاد، وروڼو او د کور  په هکله فکر وکړي چې نن ورځ یا نن شپه موږ یا زموږ کورنۍ کوم کارونه مثبت یا ښه کړي او کوم کارونه یې د شریعت خلاف ترسره کړیدي دارنګه موږ باید  خپلو ګاونډیانو او خپل خپلوانو او ملګرو په اړه هم داسې نیت او عمل ولرو دا  ځکه که موږ پخپله ښه کار کوو خو زموږ خپلوان، ګاونډیان او نور ملګري په بله لار روان دي، نو طبیعي ده چې د هغوی بد او ناوړه اعمال او کړنلارې به پر موږ هم منفي تاثیر کوي.

حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ أَنَّهُ سَمِعَ ابْنَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِذَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِقَوْمٍ عَذَابًا أَصَابَ الْعَذَابُ مَنْ كَانَ فِيهِمْ ثُمَّ بُعِثُوا عَلَى أَعْمَالِهِمْ.[صحیح البخاری 7108]

ژباړه: حمزه بن عبدالله بن عمر فرمایی: ما د ابن عمر(رض) څخه واوریدل چې رسول اکرم (ص) وفرمایل: کله چې الله پاک پر یوقوم باندې عذاب نازل کړي، نو ټول پرې ونیسي، وروسته بیا دوی پر خپلو اعمالوباندې را حشر کیږي.

تشریح: یعنې کله چې دالله پاک عذاب راشي، نو ګناهګار  اوبې ګناه  دواړه  پرې اخته کیږي، خوکله  یې چې الله تعالی بیا په قیامت کې را حشرکړي، نو د هر یوه سره  د هغه د اعمالو موافق محاسبه کوي، یعنې که یې ښه کارونه کړي ول  او الله تعالی  یې د ځانه څخه خوشحاله کړی وو، نو الله ور ته عفو او جنت په برخه کوي، اوکه یې بدکارونه کړي ول او الله تعالی یې ځانته په قهرکړی وو، نو الله تعالی  ور ته عذاب او جهنم ورکوي.

اوس ستاسو پام دغو لاندې اړینو ټکو ته را اړوم تر څو موږ پرې عمل وکړو او دا اصلاح کړو.

اذان: په اسلامی شعارونو کې یو د فضیلت له اعمالو څخه دی ـ د اذان کولو په شوق کې موږ د هغه له احکامو او آدابو څخه ډېر  وروسته پاتې یو حتی چې د دغه ستر او عظیم الشان عمل لپاره د ږیرې پرېښودل هم اړین نه ګڼل ګڼل کیږي ــ خو د سنت مطابق د یوه موټي یا قبضې په اندازه ږیره لرل د هر مسلمان لپاره واجب دي همدارنګه د یوه عالم څخه د اذان کلمې نه تصحیح کول هم یو لازمي امر نه ګڼل کیږي ــ په دغو کارونو کې د غفلت ګناه د مسجد په کمیټې   (شورا) باندې هم ده او په دې کې ډېره پاملرنه ضروري ده ــ

د مسجد خادمان: شریعت کې د امامت ډېر قدر او لویه مرتبه ده ــ اوسني وخت کې د مساجدو د امامانو او خادمانو چې کوم حالت ده له موږ ټولو پټ نده ــ آیا کله مو هم دا سوچ کړئ چې د امام تنخا دومره کمه ده چې هغه په ټولنه کې د منځنۍ درجې ژوند تېر کړي او په عزت سره د خپل کور  نظام وچلوي؟  لکه دنیوي زده کړې لپاره ماشومان  ښوونځیو او کالجونو ته لیږل کیږي ــ همداسې ماشومان باید دیني مدرسو ته واستول شي ترڅو دیني علوم زده کړي ــ  که خپلو ماشومانو ته کور کې زده کړه ورکوو او که بهر یې استوو خو کومه تنخا چې موږ د انګریزي ژبې ښوونکي ته ورکوو آیا دقرآن کریم په زده کړه مو ورته انډول ساتلي او آیا دیني ښوونکي ته مو پوره حق ورکړی؟ ددې پایله دا  جوړیږي چې د قرآن کریم قدر او عزت د خلکو په منځ کې کمیږي او لکه د نورو مضامینو ورته کتل کیږي چې آخر هم دغه کس په ډول ډول سوچونو کې اخته کیږي او د قرآن عزت او منزلت یې په زړه او دماغ کې نه پاتې کیږي  ــ تاسو باور وکړئ! کچیرې د قرآن کریم په یوه توري باندې چې کومه نیکي ملاویږي که موږ ته پرې مطلوب اعتقاد په برخه شو نو د قرآن کریم د معلم او د مساجدو آئمه او خادمانو ته چې لږ تر لږ د هغوی هغه جائز حقوق خو ورکړو تر څو زموږ د بچیانو په ذهنو کې دین، قرآن، لمونځ او نورو امورو ځای پیدا شي او بلخوا زموږ  دنیا او آخرت هم روښانه شي.

ليکنه : انجنير نورالله خان احمدزی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً