د پخوالي مخکې د ميوه جاتو خرڅول

اســـلام علیکم ورحمه الله وبــرکاته

ګـــرانوستاسوټولوته دزړه له تــله سلامونه وړاندی کوم
زما له تاسونه یوه پوشتنه ده هغه دا چی زمونژ په ځای کی اوس د (جلغزو)غوټیو سوداوی شروع دی دغه غوټی لا پخی نه دی یعنی دری حصوکی دوه حصی هم نه ده غټه شوی دغه غوټی نوددغه سودا اخیستل اوس سنګه دی یعنی ددی غوټیودغه معلومات نشته چی تاوان به وکړی اوکه ګټه
ستاسو ورور
مطیع الله له پکتیکا نه


ځواب 

بسم الله الرحمن الرحيم

د پخوالي مخکې د ميوجاتو خرڅول جايز نه دي ځکه چې دا نا معلومه بيع ده او په دې کې د اختلافاتو ويره وي په دليل د دغه حديث شريف :

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «لا تَبِيعُوا الثَّمَرَ حَتَّى يَبْدُوَ صَلاحُهُ (البخاري 2183)

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تر څو چې ميوجات نه وي پاخه شوي هغه مه خرڅوئ .

دوکتور وهبة زحيلي په فقه الاسلامي وادله کې د [خلاصة البيوع الممنوعة في الإسلام] تر عنوان لاندې ليکي :

بيع الثمار أو الزروع: باطل لا ينعقد اتفاقاً إذا كان قبل أن تخلق؛ لأنه معدوم. أما بعد أن تخلق: فإن كان قبل بدو الصلاح بشرط الترك أو الإبقاء، فلا يصح إجماعاً، والبيع فاسد عند الحنفية، باطل عند الجمهور. وإن كان بشرط القطع في الحال فيصح بالإجماع، وهو صحيح عند الحنفية إذا كان البيع مطلقاً عن الشرط، غير صحيح عند الجمهور.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً