د کرايې احکام

۱- که څوک کور په کرايه ورکړي اوپه اول کې دا شرط تعين کړي چې څلور مياشتې يا شپږ مياشتې اجاره صحي ده مالک نشي کولای په دې مدت کې کرايه نشين وباسي (شرح البدايه ج ۳ ص ۲۸۶ ) .

 

۲- که څوک چا ته کور پدې شرط په کرايه ورکړي چې که کومې خرابۍ پکې راځي ته به دهغه نقصان جبران کوې يا په دی شرط دهغه مرمت به کوی همدا يې کرايه ده دا اجاره فاسده ده (شرح التنوير ج ۲ ص ۱۷۷ ) .

 

۳- کوم وخت چې کور په کرايه ورکړ شي او قرارداد وشي بيا که سکونت پکې نه کوي هم د مياشتې په آخر کې به کرايه ادا کوي ( شرح التنوير  ج ۲ ) .

 

۴- که څوک کتاب دلوستلو لپاره په کرايه ونيسي د امام ابوحنيفه په نزد صحي نه دی ( فتاوی هنديه ج ۴ ص ۴۴۹ ) .

 

۵- دپسه ،ګاميښ اوغوايې په کرايه نيول د ښځينه حيوان سره د يوځای والي لپاره چې حمل واخلي حرام دي ( شرح البدايه ج ۳ ص ۲۸۷ ) .

 

۶- دکور د آرايش لپاره ظروف اجاره کول نا جائز دي ، مګر د استعمال لپاره په کرايه نيول روا دي ( فتاوی هنديه ج ۴ ص ۴۵۴ ) .

 

۷- که څوک وسيله نقليه په کرايه ونيسي دهغې لپاره جايز نه دي چې د معمول له طريقې يې زيات بار کړي ( فتاوی هنديه ج ۴ ص ۴۴۰ ).

 

۸- که بل څوک د سندرو ويلو ،رقص ،طبله وهلو لپاره په اجره ونيسي داهم باطله معامله ده (فتاوی هنديه ج ۳ ص ۱۱۳۵ ) .

 

۹- دکرايې وخت چې پوره شي نو خپله به مکان خالي کوي اوخپل سامان به ورنه وباسي اومالک به خپل ملکيت په قبضه کې راولي .( اسلامې فقه )

 

۱۰- دکرايې لپاره چې کوم لوښي يا ظروف کرايه کيږي دهغه د راوړلو کرايه په کرایه نيونکي ده او دبيرته وړلو يې په مالک ده . ( اسلامې فقه )

 

۱۱- دکرايې مکان سمول ،مرمت ،دلارې جوړول کوم شيان چې دکرايه دار دپاره تکليف وي ددې ټولو برابرول په مالک دي خرڅ به يې مالک برداشت کوي . ( اسلامې فقه )

 

۱۲- که کرايه دار دخپل طرف نه دخپلې آسانی لپاره څه شی پکې جوړ کړل نودهغه دوه صورتونه دي که مالک اجازه ورکړی وي نوبيا يې خرڅ په مالک دی اوکه پخپله سر يې جوړ کړی وي بيا خرڅ په کرایه دار دی ، همدارنګه د مکان صفاکول ،جارو کول ، دخس اوکثافاتو غورځول په کرایه دار دي . ( اسلامې فقه )

 

۱۳- که کرايه نيونکي مکان خراب کړی وي يايې ډير زيات ګنده کړی وي نومالک ته دهغه د ويستلو اختيار شته . ( اسلامې فقه )

 

۱۴- که لوښي يا نور سامان دکرايې لپاره کور ته راوړل شي او استعمال نه شي نوکرايه به اداکوي ،لکن که کورته راوړل شوي نه وي نوکرايه يې نشته خوژر به خبر ورکوي . ( اسلامې فقه )

 

۱۵- که کرایه نيونکی يا مالک يوتن مړ شو نو دتيرې کرايې معامله ختمه شوه اوس به نو له وارثانو سره له سره معامله کوي . ( اسلامې فقه )

 

۱۶- دکرايې لپاره په دې شرط پيشکي يا ادوانس ورکول چې که مې دامکان يا سورلئ يا بل شی په کرايه ونه نيول شي دا رقم به دې مالک وي ، داسې کول حرام دي دا دمالک زياتی دی . ( اسلامې فقه ) .

 

۱۷- مشترک مکان ،مشترک څيز په کرایه باندې اخيستل جائز نه دي . ( اسلامې فقه )

 

۱۸ – که څوک چاته کور په کرايه ورکړي وخت يې نه وي معلوم چې د څو ورځو لپاره يا کرايه يې نه وي معلومه چې د مياشتی څومره نو دا اجاره فاسده ده . ( اسلامې فقه )

 

۱۹- که څوک کور په دې شرط په کرايه ورکړي چې په هغه کې استوګنه کوه په وخت د ضرورت کې دهغه مرمت کوه عاريت (بې له عوضه کومک ) شميرل کيږي  جائز دی . ( اسلامې فقه )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً