لقيط ( ورک شوي نا بالغ ماشوم )

لقيط په لغت کې هغه ورک شوي ماشوم ته وايي چې خپل والدين نه پيژني .

او د شريعت په اصطلاح کې لقيط ژوندي طفل او ماشوم ته وايي چې اهل يې د فقر او يا د زنا د تهمت څخه د فرار په وجه پرېښی وي (الدر المختار على رد المحتار ۳ / ۳۱۴) .

که چېرې نا بالغ ماشوم ومېندل شي چې کور او والدين نه پيږني مسلمانان به د هغه د واريثانو د پيدا کولو او هغوی ته د سپارلو کوښښ کوي .

د لقيط اخيستل مستحب دي مګر که د هلاکت ويره وي فرض کفايي دي او کچېرې هغه بل چا نه وي ليدلی نو بيا اخيستل فرض عين دي (بدائع الصنائع ۶ / ۱۹۸) .

پالنه او روزنه يې د محل پر مسلمانانو فرض کفايي ده ، کچېرې يو کس د هغه پالنه پر غاړه واخلي د نورو غاړه خلاصيږي او که نه ټول محل به ددې فرضو په ترک کې شريک وي.

غوره دا ده چې د هغه پالنه يو صالح کس ته وسپارل شي .

د لقيط نفقه به د بيت الله څخه وي که بيت المال نه وي پر مسلمانانو واجبه ده او که لقيط مړ شي او څه ميراث ورڅخه پاتې شي هغه به بيت المال ته سپارل کيږي .

(الموسوعة الفقة الاسلامي – أحکام لقيط )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً