جنت آماده دی، آيا ته چمتو ېې؟

خپلو نیکو بنده ګانو ته مې داسې نعمتونه چمتوکړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي او نه د چا په زړه کې را ګرځیدلي دي. (متفق علیه)

گرانه وروره، درني خوري!

پوهیږم چې ډیر بوخت یې، کیدای شي د خبرو د اوریدو فرصت هم ونه لرې، خو…. زارۍ درته کوم یو څو شیبې را سره تم شه چې اړینې خبرې درسره لرم. راځه توکل په خدای! څو شیبې په ګډه لدې ستړې نړۍ نه لرې د یو بل منزل لیدو ته لاړ شو. هغه منزل چې له لیدو څخه یې هیڅکله نه پښېمانه کیږې.نو له پوره سوچ او خیال سره دې راځه. تیار یې؟ نو بسم الله…

آه دا څه دي؟ ځلیدونکې روښنایي، دنګې ماڼۍ، شنې بهېدونکې ویالې، رنګارنګ ګلونه، ډول ډول پخې مېوې، ښایسته پېغلې، وريښمینې جامې، د مرغلرو قصرونه، همیشني ماوشومان، لوړ تختونه، سیورې لرونکې ونې، تلپاتې ژوند…دلته خو نه غم شته او نه ویره، نه د تنګسې او بیوزلۍ ډار شته نه د ناروغۍ، بوډاتوب او مرګ اندیښنه. دلته خو اصلاً ناوړه خبرې نه اوریدل کېږي بلکه هر لوری د سلام سلام خوږې انګازې دي. دا څرنګه نعمتونه دي چې موږ نه لیدلي او نه مو اوریدلي وو؟ اصلاً مو په سوچ کې هم نه راګرځیدل. څومره عجیب! دا کوم ځای دی؟ موږ خو په نورو شیانو کې دومره بوخت وو چې اصلا مو دې خواته پام هم نه وو! ریښتیا، دا هر څه چا دومره ښایسته جوړ کړي دي؟ لدې زړه راښکونکي ترتیب څخه بریښي چې ګواکي کوم قدرمن میلمه په لاره دی؟ اصلا دا کوم نیک مرغه دی چې دا دول هرکلی يې کیږي؟ غوږ شه دا زړه راښکونکی غږ څه وایي: (خپلو نیکو بندګانو ته مې داسې نعمتونه چمتوکړي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي او نه د چا په زړه کې راګرځیدلي.)(متفق علیه) آه زما خدایه! څومره عجیبه جمله… (خپلو نیکو بنده ګانو ته) یعنې کوربه او میلمه دواړه څرګند شول. (چمتو کړي مې دي) اوه! مېلمه دومره قدرمن دی چې الله دا نعمتونه ورله تیار کړي دي. هغه هم څه ډول نعمتونه: (نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي او نه د چا په زړه کې راګرځیدلي) سبحان الله! خبره د جنت ده، هغه یاد چې ملالتیا نه راوړي، زړونه پرې هوسا کیږي او عقلونه ورسره مینه کوي. هغه جنت چې (هیڅوک ندي خبر چې دلته ور له کوم سترګې یخونکي نعمتونه چمتو شوي دي) (لقمان ۱۷) خو د نفس د تسل لپاره په قران او احادیثو کې د جنت د ځینې نعمتونو څخه په لاندې توګه یادونه شوې ده. 

په قرآن کريم کې د جنت د یادو شوو نعمتونو بیلګې

– «په هغه جنت کې چې له متقیانو سره یې وعده شوې، د رڼو اوبو، داسې شيدو چې خوند یې نه بدلیږي، د پاکو شرابو چې د څښونكو لپاره به خوندور وي او د خالصو شاتو ویالې روانې دي،ددوی لپاره به هر راز ميوې چې وغواړي شته وي…»محمد15

– « پرلوړو تختونو به ناست وي، چې نه به يې ګرمي ځوروي،نه ساړه»الانسان 13

– « تاسې او مېرمنې مو په خوښۍ سره جنت ته ننوزئ. د هغو په مخكښې به د سرو زروګيلاسونه او جامونه ګرځول كيږي او دلته به هر زړه خوښوونكى او سترګې یخونکی نعمت موجود وي. تاسې دلته د تل لپاره واوسيږئ. زخرف70- 7۱

– «په جنت کې به حيادارې سترګې لرونکې پیغلې وي چې له دغو جنتيانو مخكښې به نه انسان او نه  پيري لاس ور وړی وی…» رحمن56

په احادیثو کې د جنت نعمتونه:

– د جنت جوړښت له سرو او سپینو زرو دی، خټې یې په مښکو خیشتې شوې او د

 غولي ډبرې یې یاقوت او مرغلرې دي، خاوره یې زعفران ده. څوک چې هغه ته د ننه شي نو تلپاتې شي،نه مري او نه به ځوریږي او نه یې ځواني له منځه ځي.(ترمذي)

-کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو جارچي جار وهي: نور ستاسې لپاره له روغتیا وروسته ناروغي، له ژوند وروسته مرګ او ځوانۍ وروسته بوډاتوب نشته. (مسلم)

– کله چې جنتیان جنت ته ننوزي، نو ناره کوونکی به ناره کړي: ای جنتیانو!یقینا د الله په وړاندې ستاسې لپاره له هغې زیات نعمتونه شته چې درسره وعده یې کړې وه او اوس غواړي پرې وفا وکړي. جنتیان به ووایي: هغه څه دي؟ آیا لدې پورته بل څه هم شته چې زموږ څیرې یې نوراني کړې، جنت ته یې ننه کړو او له اور څخه یې نجات راکړ؟ پدې وخت کې به پرده لرې شي او جنتیان به د الله ننداره وکړي. په الله سوګند چې دوی ته به د الله له لیدو نه پورته بل خوږ نعمت نه وي ورکړل شوی نو دوی به پرلپسې له هغه څخه سترګې نه غړوي. (مسلم) الله به جنتیانو ته ووایي: جنت مې تاسې ته حلال کړ او نور به هیڅکله پر تاسې نه غوسه کیږم. (بخاري)

د کمترین جنتی مرتبه

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: الله جل جلاله  ټول مخلوقات را ټولوي، بیا به څلویښت کاله ټول ښکته سرونه ولاړ او د الله د فرمان منتظر وي. بیا الله جل جلاله فرمایی: سرونه جګ کړې! نو هر چا ته به یې د اعمالو په کچه نور ورکول کیږي، د ځینو روښنایي به د غرونو په کچه وي او د ځینو بیا لږه او لږه…تر دې چې وروستني جنتي ته د پښې د ګوتې په اندازه روښنایي به ورکړل شي چې روښانه او تیاره به کیږي. کله چې روښانه شي نو حرکت به کوي او چې تیاره شي نو ودریږي. بیا هر یو د خپل نور په انډول پر صراط باندې تیریږي تر دې چې هغه کس به راشي چې نور یې د پښې په ګوته کې وي. هغه به په خاپوړو درومي، کله به لویږي او کله به پاڅیږي او اور به يې د بدن ځینو برخو ته رسیږی…تر دې چې نجات ومومي، بیا به د اور تر څنګ ودریږي او وبه وایي: ستاینې هغه ذات لره دي چې ما ته یې هغه څه راکړل چې هیچا ته یې ندي ورکړي، ځکه زه یې لدې اوره بچ کړم. بیا به د جنت د دروازې څنګ ته غسل کوي چې د جنتیانو ښکلی بوی پرې ولګیږي او د جنت د ننه نعمتونه وویني، نو وبه وایی: ای ربه! ما جنت ته د ننه کړه. الله جل جلاله فرمایي: آیا جنت هم غواړې پداسې حال کې چې د اور څخه مې بچ کړې؟ وایی: یا الله! زما او د جنت تر منځ پرده واچوه چې څه ونه وینم. بیا به جنت ته د ننه کړای شي. هلته به یو خورا ښکلی کور وویني نو وبه وایي: یا الله، دا ما ته راکړه. الله فرمایي: که دا درکړم کیدای شي بل وغواړې! وایي: نه، ستا په عزت مې دې سوګند وي چې بل څه نه غواړم، لدې نه غوره به چیرته وي! دا کور هغه ته ورکړل شی خو هغه بیا بل کور ویني.‎ وایي: یا الله، دا ما ته راکړه. الله فرمایي: که دا درکړم کیدای شي بل وغواړې! همداسې څو ځله تکراریږی او هغه ښکلي کورونه یو پر بل پسې هغه ته ورکول کیږي. بیا سړی څه موده چپ شي. الله فرمایي: ولې څه نه غواړې؟ وایي: ای ربه! دومره مې وغوښتل چې له تا څخه خجالت شوم او دومره سوګندونه مې یاد کړل چې له تا وشرمیدم. الله فرمایي: آیا پدې راضي کیږې چې د دنیا په اندازه، له هغې ورځې چې پیدا کړې مې ده تر هغې چې فنا مې کړه او د هغې لس برابره تا ته درکړم؟ وایي:ایا ملنډې راباندې

 وهې پداسې حال کې چې ته رب العزت یې؟ پدې وخت کې الله جل جلاله وخاندي. (عبدالله بن مسعود چې دې ځای ته ورسید نو ویې خندل. چا ترې وپوښتل: دا څووم ځل دی چې دا حدیث له تا څخه اورم او هر ځل چې دې ځای ته ورسېږې نو خاندې؟ هغه وویل: ما دا حدیث څو ځله له رسول الله څخه اوریدلی نو چې هر ځل به دې ځای ته رسیده خندل به یې، تر دې چې مبارک غاښونه به یې ښکاره شول…) بیا الله فرمایي: نه، بلکه زه چې څه وغواړم کولای يې شم. سړی وایي: ما له نورو خلکو سره یو ځای کړه. الله فرمایی: لاړ شه او له خلکو سره یو ځای شه. کله چې هغه خلکو ته نږدې کیږي نو د مرغلرو یوه ماڼۍ یې مخې ته راشي او دی په سجده ولویږي. ورته وویل شي: سر پورته کړه. څه درباندې وشول؟ وایي: ما خپل رب ولید! ورته وویل شي: بلکې تا د خپلو کورونو له جملې څخه یو کور ولید. بیا څوک وویني او یو ځل بیا د سجدې تابیا نیسي چې ورته وویل شي: مه کوه. څه درباندې شوي؟ وایي: ما ته ولیدې نو ګومان مې وکړ چې پرښته یې. هغه ورته وايي: زه ستا له خدمتګارانو څخه یم چې زر کسان زما له فرمان لاندې دي. بیا وړاندې درومي او د یوې مانۍ دروازه ورته پرانیستل شي چې چت، ورونه، او کلیانې یې د مرغلرو وي. هلته ښکلي پالنګونه او جنتي مېرمنې وي چې کمترینه یې حور عین ده چې ۷۰ ښکلې جامې پرې پرتې دي او دومره ښکلې ده چې پنډۍ يې د جامو لاندې ښکاري.(طبرانی) سبحان الله! دا د کمترین جنتی ونډه ده، نو آیا د انبیاؤو، شهداوو، صالحینو او صدیقینو د برخې په هکله مو سوچ کړی؟

آیا ته چمتو یې؟

ګرانه وروره او درنې خورو! دا وو ستا د رب چمتو والی، خو آیا ته چمتو یې؟ وویریږه هسې نه چې له تابیا پرته لاړ شې؟ په الله سوګند چې متاع ډیره قیمتي ده! د حیرانتیا خبره ده! نه شې کولای صبر وکړې؟ کله چې د نفساني غوښتنو په وړاندې نشوې دریدلای نو لږ د جنت سوچ وکړه. ایا په نیم ساعت ګناه یې له لاسه ورکوي‎؟ آیا په دې غولونکو دنیوي خوندونو هغه تلپاتې جنت پلورې؟

څه غواړې؟

پوهیږم چې زړه لرې او زړه دې هم پرېمانه هیلې، خو پوه شه چې دا ټولې خیالي هیلې دې په دنیا کې د واقعیت څرمن نه شي اغوستلی. ته پخپله هم پدې ښه پوهیږې او تجربه کړي دې هم دي. نو د حل لاره څه ده؟ درته وایم. په الله سوګند چې ټولو هیلو ته به دې ورسېږې خو لږ صبر وکړه. صبر، صبر، صبر تر جنته! آیا الله په خپله ندي درته فرمایلي: (په جنت کې د دوی لپاره هر هغه څه شته چې زړه یې غواړي، او له دې زیات هم له موږ سره شته) (ق ۳۵) اوس نو څه غواړې. تر ټولو ستر نعمت وغواړه چې الله یې درکړي.

وغواړه چې در یې کړي

 سوچ وکړه غواړې د رسول الله r دیدار وکړې، غواړې له ابراهیم، اسمعیل او یوسفu سره خبرې وکړې! غواړې اهل بدر خپلې ماڼی ته مېلمانه کړې. غواړې غواړې له ابوبکر، عمر، عثمان او علي y سره ملګرتیا وکړې… دا هر څه شوني بکله ډير آسانه هم دی، یوازې وغواړه تر څو درکړل شي. آخر دلته خو جنت دی.

مفت یې نه درکوي!

خو دا ښکلی جنت یې په کړاوونو پوښلی. د پیغمبرپه وینا، جنت ته ننوتل ستره خبره ده مګر د هغه چا لپاره چې الله یې ورته آسانه کړي، نو له الله څخه د مرستې په غوښتو سره د لاندې اعمالو له لارې جنت ته خپله لار وباسه::

  1. ایمان او نیک اعمال: (النساء ۱۲۴) ایمان د ټولو اعمالو بنسټ دی او نور ټول کړه وړه هله قبلیږي چې د ایمان او اخلاص پر بنسټ ولاړ وي.
  2.  صبر او پر الله تعالی باندې توکل (العنکبوت ۵۹)
  3. تقوا (آل عمران15- 17/ -۱۳۵ ۱۳۴)
  4. پر ایمان باندې استقامت. (فصلت ۳۰ )
  5. د الله په وړاندې له دریدلو ویره او له نفسانی غوښتنو سره مبارزه (النازعات ۴۱)
  6. د الله Y او رسول الله r اطاعت (النساء ۱۳)
  7. صدق او ریښتینولي. ( الانعام ۱۱۹)
  8. د الله Y په لار کې هجرت او جهاد (التوبه۲۲)
  9. روژه، قبول شوی حج او د الله په لار کې شهادت (متفق علیه)

10.  له ناوړه اعمالو څخه توبه او بیا له ایمان سره نیک اعمال ترسره کول(مریم ۶۱)

11.  په معارج سورت کې د جنتیانو صفات داسې بیان شوي:…لمونځ كوونكي، هغه چې تل د خپل لمانځه پابند دي، هغوی چې په مالونو كښې يې د سوالګر او محروم لپاره ټاكلی حق دی. هغه چې د جزا ورځ مني، هغه چې د خپل رب له عذابه ویریږي، ځكه د رب عذاب يې امان ورکونکی ندی، هغه كسان چې خپل شرم ځايونه له خپلو میرمنو يا وینځو پرته نه کاروي…. هغوی چې د خپلو امانتونو او ژمنو ساتونکي دی، هغه چې پخپلو شاهديو باندې دريږي او هغه چې د خپل لمانځه ساتنه كوي، همدوی به په درناوي سره په جنت كښې اوسيږي. (المعارج ۲۲-۳۵)

12.  د یتیم پالنه: (بخاری)

13.  له بل مسلمان سره یوازې د الله په خاطر مینه کول: (احمد)

14.  د لوڼو او خویندو پالنه او روزنه (احمد)

15.  د شرعی علم زده کړه (ابن ماجه)

16.  د عباد الرحمن په صفات سینګاریدل: چې تواضع، حلم، تهجد کول، د الله له عذاب څخه پناه غوښتل، په لګښت کې منځلاري توب، له شرک، قتل، زنا، د درواغو شاهدی او بې ګټې کارونو څخه ځان ساتل او بالاخره د الله له آیتونو څخه پند اخیستل او د کورنۍ د اصلاح تکل (الفرقان)

17.  په جومات کې د سهار او ماخستن لمونځ ادا کول(متفق علیه)

18.  له مور او پلار سره ښیګڼه او د هغوی درناوی او خدمت کول (المسلم)

19.  د ژبې او شرم ځایونو ساتنه (متفق علیه) غوره اخلاق (ترمذی)

20.  عادل واکمن، هغه محتاج چې سوال نه کوي او زړه سواند انسان (مسلم)

21.  د سلام خپرول، د الله په لاره کې انفاق، صله رحم، او تهجد (الترمذی)

22.  څوک چې د ژوند وروستۍ خبره یې  لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه وي. (ابو داوود)

23.  د الله په ربوبیت، د اسلام په دین او د محمد په رسالت باندې رضایت (مسلم)

د ننوتو خنډونه

یا الله! آخر کوم برمرغه به لدې نعمتونو او پیرزوینو څخه بې برخې وي؟

۱- د پورتنیو اعمالو نه تر سره کول، له جنت څخه د محرومیدو ستر لامل دی.

۲- پیغمبرr فرمایي:زما ټول امت به جنت ته ننوزي مګرهغه چې ډډه وکړي. وویل شول: یا رسول الله! څوک ډډه کوي؟ ویې فرمایل: څوک چې زما پیروي وکړي جنت ته به ننوزي او څوک چې زما نافرمانی وکړي، نو هغه ډډه وکړه. البخاري

۳- د الله تعالی د آیتونو تکفیر، تکذیب او له هغو څخه تکبر (الاعراف ۴۰)

۴- شرک (متفق علیه)

۵- په ناحقه د مسلمان مال خوړل که څه هم چې د مسواک په اندازه وي.(المسلم)

۶- د همسایه ځورول، تکبر او چغلی (نمامت) (المسلم)

۷- مکر، منت ایښودنه او بخل (ترمذی)

۸-نیمه بربنډې ښځې چې پخپله هم بې لارې دي او نور هم بې لارې کوي. (مسلم)

 د اصلاح آن لاين پيغام لړۍ

 

 

Print Friendly, PDF & Email