ثمن يا قيمت هغه مقدار رقم دی کوم چې د مال په اخيستلو کې ورکول کيږي هغه که نغدې روپۍ وي يا مال وي .
د ثمن په ادا کولو کې څو مهم ټکې :
۱- قيمت به په واضح توګه ښودل کيږي مجهول او نا معلوم به نه وي .
۲- که د معاملې په وخت کې قيمت معلوم شي نغد ادا نشي مګر د ادا کولو د پاره يې وخت وټاکل شي داسې کول صحي دي .
۳- د وخت ټاکل به مجهول نه وي داسې چې کله واوره وشي يا کله چې باران وشي نو زه به دا قيمت ادا کوم بلکي د وخت د ټاکلو د پاره به د ورځو او مياشتو تاريخ ټاکل کيږي .
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 14 times, 1 visits today)