د قرآنکريم چاپ ،نشر او خرچول جايز دي ؟

دقرآنکريم چاپ نشر او خرچول جايز دي ؟ همدارنګه د قرآنکريم حصې حصې کول مثلاً (پنځه سورتونه ،یوولس سورتونه يا سپارې سپارې کول د تعليم وغیره د پاره جايز دي . المستفتی نمبر ۱۳۵۲ .
ځواب : مصاحف مطبوعه يا د قلمي مالک ملک دي نو هغه يې خرچولي شي او د هغه د تجارت نه ګټه حاصول جايز دي ، همدارنګه د قرآنکريم حصه حصه کول مباح دي او د ماشومانو د تعليم د پاره سپاره سپاره کول ګټور دي او د سلف او خلف همدا معمول دی (کفايت المفتي ج ۸ ص ۳۸ ) .
وعن ابن عباس رضی الله عنه انه سئل عن احرة کتابة المصحف فقال لابأس انماهم مصورون وانهم انما ياکلون من عمل ايدهم (مشکوة شريف ) کتاب البيوع ،باب الکسب مطلب الحلال ج ۱ ص ۲۴۲
وجاز تحلية المصحف لما فيه من تعظيمه کما فی نقش المسجد وتعشيره ونقطه ای اظهار اعرابه وبه يحصل الرفق جداً خصوصاً للعجم (الدرالمختار ج ۶ ص ۳۸۶ ) سعيد کمپني .
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دحقیقت لار مجله یوځل بیا له تاسو ټولوکارکونکو څخه مننه کوی چی داسی مهم او دوطن دځوان نسل لپاره کټور معلومات خپره وی دغه مطلب هم دمجلی لپاره غوره شو
    مننه شهاب الدین تر ه خیل دحقیقت لار مجلی چلونکې