د اسلامي معاملاتو او تجارت نهم بنسټ دا دی چې په راکړه ورکړه يا بيعکې احتکار حرام دی .
د احتکار تعريف :
احتکار دې ته وايي چې د قیمتونو د لوړوالي په هیله د خلکو د ضرورت وړ مواد ذخيره کړي او د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي او هغه پر خلکو باندي په لوړ قيمت و پلوري ،او د هغه ضرر عامو خلکو ورسيږي .
د احتکار حرمت او د هغه ګناه :
احتکار حرام دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من احتكر فهو خاطئ (المسلم) .
يعنې: څوک چې احتکار کوي هغه ګناهکار دی .
بل حديث شريف کې راځي : من احتكر على المسلمين طعامهم ؛ ضربه الله بالإفلاس والجذام (ابن ماجه – عمدة التفسير ۱/ ۳۳۴ راوی عمر بن الخطاب باالسناد صحيح ) .
وفي المستدرك أنه صلى الله عليه وسلم قال: المحتكر ملعون
يعنې: څوک چې پر مسلمانانو باندې د خوراک بنديز او احتکار لګوي ، الله (جل جلا له) به يې د جذام او افلاس په مرضونو ووهي .او په مستدرک کې دا روايت هم راغلی چې محتکر ملعون دی ( الله تعالی د رحمت څخه لرې ) .
آن لاين اسلامي لارښود