آتم بنسټ ، په معاملاتو کې جواري يا قمار حرام دی

په اسلامي معاملاتو او تجارت کې آتم بنسټ دا دی چې په راکړه ورکړه کې د جواري يا قمار لين دين او معامله حرامه ده .

د جواري يا قمار تعريف :

جواري چې په عربي کې ورته (مَيْسَرة) او (القمار) وايي . ميسر په لغت کې ممکن او آساني او په آسانۍ سره لاس ته راوړلو ته وايي .

قمار د قمر له لفظ څخه اخيستل شوی دی قمر سپوږمۍ ته وايي ځکه سپوږمۍ کله وړه او کله لويه وي په قمار کې هم کله ګټه او کله تاوان يعنې برد او باخت وي .

په اصطلاح کې هر هغه معامله که په باز‌ۍ لګولو، شرط لګولو يا د بخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وايي .

د قمار حرمت :

د اسلام مقدس دين چه سراسر دعدل اوانصاف دين دی ، د اقتصادي نظام لپاره هم د خاص حدودوعدل او انصاف د يوه خاص نظام درلودنکی دی  .

اسلام داسې ظلم کله رواه ګنړی شي چه په هغې کې يو کس دغربت له پاسه نورهم غريب پاتې شي اوبل کس بغير له کوم عمل اوخوارۍ کښلو نه قارونی خزانه تر لاسه کړي او يا دغريبانو اوفقيرانو د جيبونو نه رقم جمع کړ شي او يو کس بغير له شرعی وجې نه په اتفاقی ډول دهغه مالک جوړ شي .

قمار داسې ظالمانه جرم دی د يو کس په تاوان کې د بل کس ګټه وي .

قمار سخت ناکاره عمل دی چه په قرآنکريم کې په سختو ټکو حرام شوی دی او د شيطان عمل بلل شوی دی .

لقوله سبحانه تعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] ( ۹۰سورة المائدة).

ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی(د فال ، دا څلور واړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددې چه نجات ومومئ .

په پورته آیت شريف کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده :

اول : دې څيزونو ته رجس (ګنده ګي ) وفرمائل شوه چه ددې نه بايد هر سالم عقل خپله اجتناب وکړي .

دوهم : دا کار د شيطان عمل دی .

دريم: دا چې د شرابو او جواري حرمت د بت پرستۍ سره جمع کړ شو .

 د جاهليت په زمانه کې د خلکو تر مينځ د قمار کاربار ډیر زيات ؤ ، خلک ددې عمل دومره عاشقان وو چه ډير کرته به يې خپل بال بچ او خپلی ښځې هم پرې داوه کولې ، کله چې د اسلام سپېڅلی دين مينځ راغی پر يوه ځل يې د قمار ټول ډولونه حرام اعلان کړل .

په دې قسم معاملو کې د بيع مزابنه ،محاقله ،ملامسه ،منابذه او حصاده او نور صورتونه موجود وو ، چه د احاديثو په کتابونو کې ذکر شوي دي  .

خو اوس زمان د قمار څه ډولونه له پخوا پاتې دي ځني نور اوس په نويو شکلونو را پيدا شوي دی لکه :

لاټري ، بخت حساب او په سربسته ډبليو کې جايزې  چه په يوه ډبی کې هيڅ يا کم شی وي او په بل ډبي کې جايزه وي او داسې نور دي .

دلاټری ټکټ اخيستل يا د بخت لپاره ثبت نام خو د خلکو هدف نه وي بلکې هدف يې د جايزې وتل وي .

په دې کې ګټه او توان نامعلوم وي ، د ډيرو خلکو پيسې جمع کيږي اوهغه د بخت او اتفاق په ډول بغير له کوم عمل او خوارۍ يو کس ته حواله کيږی چه همدا قمار دی .

د قمار ټول نوي ډولونه مولانا مفتی محمد شفيع صاحب په خپل کتاب جواهرالفقه کې په پوره وضاحت سره جلا جلا بيان کړي دي او همدارنګه د هند د ندوة العلماء دارالعلوم فاضل مولانا مجيب الله ندوی په خپل کتاب اسلامی فقه کې ښه وضاحت ورکړي دي د نور وضاحت لپاره يې هلته وګورئ .

پخوانی ډولونه يې د بازی لګولو او شرط لګولو لکه د آسونو لوبه ،کوتربازي اونورې لوبی چه شرط پکې وي .

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )

يعنی:هر هغه څيز په قمار کې داخل وي – هغه د ميسر په حکم کې داخل دی چه د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو پيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواري ده .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً