د سود په اړه څو مسائل

سود خور ته د خور لور په نکاح ورکول جايز دي ؟

سلامونه مې ومنئ زما پوښتنه په دې ډول ده که چېرې یو شخص یو سود خور سړي ته خپله خور یا هم لور ورکړي یا یې ځنې وکړي ایا دا کار د اسلام له نظره جواز لري که نه ؟
ستاسو د کامیابی په هیله

محمدهارون علمزوی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سودخور يا کوم بل فاسق څخه د خور ، لور کول باک نه لري جايز دي (کفایت المفتي ج ۱ ص ۳۲۳ )

لکن دا چې سودخور ته د خور ، لور په نکاح ورکول څه حکم لري ؟ په دې اړه د فتاوی معاصر الاسلام سوال جواب څخه يوې ښځې پوښتنه کړې ده چې زه سودخور سړی د نکاح د پاره قبلولای شم ؟

په ځواب کې داسې ليکي :سود د عظيمو ګناهونو څخه لويه ګناه ده ، سود ورکوونکی او اخيستونکی دواړه ملعونين دي ، له بده مرغه چې نن عصر کې په دغه ګناه ډير خلک اخته دي .

که سودخور نصيحت قبول نه کړي او سود ترک نه کړي نو تا لره مو نصيحت دا دی چې هغه د خاوند په توګه مه قبلوه ، لکن که هغه توبه وباسي باک نه لري ، تاسې د هغه سره په صادقانه توبه کې مدد وکړئ .

عربي متن يې داسې دی :
الربا من كبائر الذنوب وآكل الربا وموكله كلاهما ملعونان ، ولهما الإثم نفسه ، فالآكل هو الذي أخذ ممن أقرضه زيادة على ماله ، والموكل هو الذي اقترض ذلك المال.
وقد وقع كثيرون في هذه المعصية – وللأسف .
ثانياً:
بخصوص تقدم ذلك الرجل لكِ : فإن أمره يختلف باختلاف حاله ، هل تعامله بالربا سيستمر بعد الزواج ؟ أم هو نادم وتائب من ذلك ؟
فإن كان الأول : فلا ننصحك بقبوله زوجاً ؛ لأنه مصر على كبيرة من كبائر الذنوب .
وإن كان حاله الثاني : فلا حرج من قبوله زوجاً ، ويجب إعانته على التوبة الصادقة .والله أعلم

الإسلام سؤال وجواب

د سود خور سره په تجارت کې شراکت جايز دی ؟

د پاڼې ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندې کوم : پس له سلامه زه یوه پوښتنه لرم که چېرته په کفري هيواد کې یو مسلمان د کافر سره په تجارت کار وبار کې شریک شي اوهغه کافر سود خوري نو د مسلمان لپاره دا کار جایز دی؟

پاينده محمد صافی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحمن

د سود خور سره په تجارت او سوادګرۍ کې شراکت جايز نه دی که کافر وي يا مسلمان ځکه د بيع او تجارت د صحت يو شرط دا دی چې په معامله کې به سودي لين دين نه وي .

جاء فی الفقه التجار المسلم :

لا يجوز للمسلم أن يساهم في شركات تتعامل بالربا أخذاً وإعطاءً كما هو حال كثير من الشركات المساهمة التي ينص في أنظمتها على أن من موارد الشركة الإقراض والاقتراض بالربا.
والنصوص الشرعية من كتاب الله وسنة رسوله – صلى الله عليه وسلم – صريحة في تحريم الربا تحريماً قاطعاً لا شك فيه. ومن المسلَّم به عند أهل العلم أن فوائد البنوك هي من الربا المحرم ( فقه التجار المسلم ۱/۱۳۱ ) .
و جاء في المعاملات المالية المعاصرة :

هذا وفي حالة توافر شركات مساهمة تسد الحاجة وتلتزم بعدم التعامل بالربا أخذاً وإعطاءً يجب على المسلمين عدم التعامل مع الشركات المساهمة التي تقترض بالربا عند الحاجة وتودع أموالها بفائدة. المعاملات المالية المعاصرة ص 170.

ژباړه : د مسلمان لپاره جايزه نه ده چې د داسې شرکت سره شريک کوم چې تعامل په سود سره وي سود اخلي او يا يې ورکوي ، کله څنګه چې نن عصر د ديرو شرکتونو همدا حال دی چې معاملات يې په سود دي .سود د قرآن او سنتو په صريحو نصوصو حرام دی او په دې کې څه شک نشته او د اهل علم په نزد بانکي ګټه سود دی .

همدارنګه معاملات المعاصرة ليکي :

دا حال اوس د ډيرو شرکتونو دی کوم چې د ضرورت پر مهال سودي معاملات کوي سود اخلي او يا يې ورکوي ، مسلمانانو لپاره جايز نه ده چې په داسې شرکتونو کې سهم واخلي کوم چې د ضرورت په وخت کې سود سودي قرض اخلي او يا خپل مالونه د ګټې لپاره هغوی سپاري .
و الله سبحانه و تعالی اعلم

د سود خور پيسې په جومات کې لګول جايز دي ؟

سلامونه اونېکې هېلې اما بعد که يو څوک په چا خبر وي چي سود خور دی او د سود خور له خوا جومات ته فرش اخيسل شوی وي نو په داسې فرش او جومات کي لمونځ صحيح کيږي او که نه ؟

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که چېرې دا څرګنده شي چې آمد يې ټول د سود څخه دی نو دا مال خبيث دی د خبيث مال لګول په جومات کې جائز نه دي ، په داسې فرش چې په حرامو پيسو اخيستل شوی وي لمونځ کول مکروه دی (کفايت المفتي ج ۳ ص ۱۹۱ ) .

اکل الربا و کاسب الحرام اهدی الیه او اضافة و غالب ماله حرام لا يقبل و لايکل مالم يخبره ان ذالک المال اصله حلال ( هنديه ۵/۳۴۳ – کفايت المفتی ج ۹ ص ۱۰۴ )

په حديث شريف کې راځي: وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ (نه قبلوي الله تعالی مګر يواځې پاک مال)

جاء فی الدرمحتار: اما لو انفق فی ذالک مالاً خبيث و ما لا سببه الخبيث و الطيب فيکره (درالمحتار باب مايفسد الصلاة وما یکره فيها ۱/ ۶۸۵ سعيد ) .

لمونځ نه فاسدوي مګر د لمانځه ثواب کميږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً