د بدن د ويښتانو لرې کول څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
هیله ده چی روغ او جوړ به یاست او لاندی پوښتنه می را جواب کړی؟آیا د بدن څخه وریښتان لیری کول لکه د سینی د عورت او داسی نورو ځایونو څخه چی پر بدن وریښتان وی آیالیری کول یی جواز لری که یا؟

بلال احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ويښتان په دريو قسمونو ويشل شوي دي :

اول قسم : هغه ويښتان دي چې پرېښودل يې واجب دي لکه : ږېره او ورځې .

دوهم قسم : هغه ويښتان دي چې لري کول او اصلاح کول يې لازم دي لکه : د سر ويښتان ، بريتونه او د تخرګونو او شرمګاه ويښتان .

دريم قسم : د نور بدن ويښتان دي چې شريعت په هغه کې سکوت کړی دی نه يې پر پرېښودلو امر کړی دی او نه يې په منع .

د مالکيه په نزد د نارينه د پاره د بدن د ويښتانو لکه د سني ، لاسونو او پښو لري کول او خريل مباح دي .

د حنفيه په نزد د ستوني (غاړې ) ويښتان به نه خريي مګر د امام يوسف رحمه الله په نزد باک نه لري خو د سني او شاه د ويښتانو خريل  خلاف اولی (د ادب ) ترک کول دي .

جاء في الموسوعة الفقهية الكويتية : (وَأَمَّا حَلْقُ شَعْرِ سَائِرِ الْجَسَدِ كَشَعْرِ الْيَدَيْنِ وَالرِّجْلَيْنِ فَقَدْ صَرَّحَ الْمَالِكِيَّةُ بِوُجُوبِهِ فِي حَقِّ النِّسَاءِ وَقَالُوا : يَجِبُ عَلَيْهَا إِزَالَةُ مَا فِي إِزَالَتِهِ جَمَالٌ لَهَا وَلَوْ شَعْرَ اللِّحْيَةِ إِنْ نَبَتَتْ لَهَا لِحْيَةٌ ، وَيَجِبُ عَلَيْهِنَّ إِبْقَاءُ مَا فِي إِبْقَائِهِ جَمَالٌ لَهَا فَيَحْرُمُ عَلَيْهَا حَلْقُ شَعْرِهَا .

وَأَمَّا حَلْقُ شَعْرِ الْجَسَدِ فِي حَقِّ الرِّجَال فَمُبَاحٌ عِنْدَ الْمَالِكِيَّةِ ، وَقِيل : سُنَّةٌ ، وَالْمُرَادُ بِالْجَسَدِ مَا عَدَا الرَّأْسَ ،
وَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ لاَ يَحْلِقُ الرَّجُل شَعْرَ حَلْقِهِ ، وَعَنْ أَبِي يُوسُفَ لاَ بَأْسَ بِذَلِكَ . وَفِي حَلْقِ شَعْرِ الصَّدْرِ وَالظَّهْرِ تَرْكُ الأْدَبِ . وَلَمْ يُسْتَدَل عَلَى نَصٍّ لِلشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ فِي الْمَسْأَلَةِ ) . الموسوعة الفقهية الكويتية

اللجنة الشریعة د الموسوعة الفقهية د قول د بيان وروسته ليکي :

ما ته چې څه ښکاري هغه دا ده چې د بدن د ويښتان لرې کول او خريل بې کراهيته جايز دي ، په اصل کې په دې کې اباحت دی ځکه د منعې شرعي دليل وجود نه لري ، کچيرې دغه ویښتان لوی وي ضرر رسوي د مرض او بدبویی سبب ګرځي نو بيا لرې کول د دفع ضرر په وجه مستحب دي .


الذي يظهر لي جواز حلق شعر الجسد للرجال من غير كراهة ، فالأصل استصحاب الإباحة ولم يوجد دليل يدل على المنع ، وقد يستحب حلقه وإزالته إذا كثر و لحق بسببه أذى أو ضرر أو مرض أورائحة كريهة ونحوها لأن الضرر يزال .

دوهم :

د کيمیاوي مادې په وسيله د ويښتانو لرې کول جايز دي ځکه چې د دغه ويښتانو په اصل کې لري کول او نظافت مقصد دی ( فتاوی علماء البلد الحرام ) .

په بازار کې چې کوم کيمياوي مواد موجود هغه د څه وخت لپاره له مينځه وړي خو د داسې کيمياوي مادي په اړه چې د تل لپاره يې له مينځه وړي څه نشم ويلای چې آيا داسې کول به جايز وي که نه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً